د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ترکي چارواکو د استانبول ښاروال اکرام امام اوغلو د فساد او ترهګرۍ په تور نیولی دی.
د ترکیې لویې څارنوالۍ ویلي، چې امام اوغلو او شپږ نور کسان د کردستان کارګر ګوند ته مرسته برابره کړې وه.
راپورونه کاږي، له نوموړي سره یوځای سل تنه نور کسان هم نیول شوي.