Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اسد ۲۴مه د امن په فضاء کې ټول ولس ولمانځله.
    لیکني

    د اسد ۲۴مه د امن په فضاء کې ټول ولس ولمانځله.

    عمران آغاعمران آغا14 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    په ۲۰۰۱ ميلادي کال غرب او ناټو په ګډه د افغانستان پر سپېڅلې خاوره يرغل وکړ؛ د بن کانفرانس کې يې څو د افغانانو په نوم غله او شر و فساد خوښوونکي چې لاسونه يې د افغانانو په وينو سره وو؛ د ډالرو لپاره هر څه ته تيار پر امريکايي ټانک سپاره راوستل چې دغو خاينانو بيا د غرب او ډالرو په پار شل کلونه د ولس په وينو تجارت وکړ.

    دغو قاتلانو د امريکا سره په ګډه شل کلونه د افغانانو وينه توی کړه؛ خو پس له شلو کلونو څخه يو ځلي بيا د وطن سپېڅلي زلمي د اسد پر ۲۴مه بريالي شول تر څو له دغو قاتلانو، يرغلګرو څخه افغانان وژغوري؛ افغانانو هم ا.ا ته ښه راغلاست و وايه؛ د نورو کلونو په څېر يې دغه کال هم د آزادۍ ورځ ښه په جوش او د امن په فضاء کې ولمانځله.

    د اسد په ۲۴مه د خپلواکۍ ورځې په لمانځلو سره چا ټکان/ډزي نه دي کړي، ولس نه دی زهير شوی او نه هم دا خبره وه چې پښتون يې لمانځي نور قومونه يې نه لمانځي يا هم تاجک يې لمانځي پښتون او نور قومونه يې د تېر جمهوريت د ورځو په څېر نه لمانځي؛ بلکې دغه ورځ ټول افغان ولس په ګډه سره ولمانځل.

    د ا.ا په راتګ سره تعصب ختم شوی او ټول يو ملت، يو مسلمان او افغان ځانونه بولي؛ د يوه محمدي سپین بيرغ تر چتر لاندي راټول شوي او د خپل ايماني او وطني مينې په سپېڅلي احساس سره يې دغه ورځ ولمانځله.

    ۲۴مه د اسد يواځې د افغانانو لپاره د آزادۍ تحفه نه وه، بلکې په دغه ورځ د نړۍ يو سر سخته کافر په نړۍ کې شرمنده شوی، دا د اسلام بريا وه؛ دغه ورځ د افغانانو لپاره د امن او سولې يوه ورځ ده چې له دريو کلونو څخه افغانان په آرامه او امنيت و سوله کې ژوند کوي.

    دا ورځ نه يواځې افغان ولس ته د آزادۍ، مينې، سولې او امن زيری درلوده، بلکې دغې ورځې له ځانه سره د ا.ا مخالفينو ته هم د هغوی د ژوند د خونديتوب زيری وو؛ کوم چې د اميرالمؤمنين په امر ټول معاف او خپل شخصي ژوند ته پرېښودل شول.

    د اسد ۲۴مه وه چې ا.ا افغانان د شر او فساد له لنډغرو څخه خلاص کړل؛ چا چې به هره ورځ د ولس ځپلو، کړولو او لنډغري ته کار ويلی وو.

    دغه ورځ وه چې له برکته يې هغه غله، خاينان او شر و فساد کوونکي يا خو له هېواده بهر و تښتېدل او يا هم اصلاح او آرام پر کور کښېناستل.

    د شر او فساد ډلې له تېرو دريو کلنو څخه ډېره هڅه کړې تر څو دغه امن له افغانانو واخلي خو ورځ تر بلې پر ورکېدو دي؛ نن دغه ورځ په ټول افغانستان کې ټولو قومونو ښه په جم او جوش سره ولمانځله؛ د شر او فساد ډله ونه توانېده چې امن خراب کړي.

    همدغسي داعشي خوارجو هم زيات کوښښ وکړ خو دې دريو کلونو کې تر دې حده و رسېدل چې افغانستان کې پرې د سر پناه ځای ودرېده او بيرته د خپلو بادارانو(پاکستاني پوځ و آی ايس آی) دربار (پاکستان) ته يې ځان و رسوه؛ چيري چې د آی ايس آی سره مېلمستونونو کې خپلې مېلمستياوې کوي چې دلته افغانانو خپله آزادي په خوشحالي سره ولمانځله.

    د شر او فساد ډله چې ټول بهر دي او له هغه ځايه د بغاوت زمزمې ږغوي د ولس په دغه يووالي او اتحاد سره لا سوځي؛ ځکه د دغې ډلې يواځينۍ وسله تعصب او ولس کې تفرقه وه چې دوی ترې کار اخيست؛ د ولس اتحاد ته په کتو سخت غمجن دي ځکه د دوی د کلونو زيار او کوښښ چې افغان ولس کې تفرقه او تعصب وو له منځه لاړ.

    د شر او فساد ډله او ځيني تښتېدلي افغانان چې دغه ورځ توره ورځ بولي؛ ځکه د دوی هغه غلاوې، فساد، چور او جاسوسي يې له منځه لاړه، عياشي او بې عزتي يې ودرېده، غلاوې يې ودرېدلې او آخر هم په دغه ورځ دوی وتښتېدل؛ اوس د خپلو بادارانو له غيږې دغه نعرې را وهي او فکر کوي په دې نعرو به افغانان وغولوي.

    دوی ته تېر شل کلونه يرغل او هره ورځ افغان وژنه، غلاوې، فساد او وحشتونه توره ورځ نه ښکارېده، ځکه د غرب او ناټو بمونو او مرميو ته خو د ولس سينې برابرې وې دوی خو ډالر ټولول؛ دوی په خپله د ولس په وينو سوداګري کوله، ځکه دغه آزادي، امن او د خوشحالۍ ورځ ورته توره ورځ ښکاري.

    د ولس په يوه اتحاد او اتفاق، په اسلامي او وطني مينې سره د دغې ورځې په لمانځلو د ا.ا مخالفين ټول يو ځلي بيا شرمنده او نا اميده شول.

    د اسد ۲۴مه د ټول ولس له خوا لمانځلو سره نه يواځې د شر او فساد ډلې، داعش خراسان، د تېر جمهوريت غلو او مفسدينو ته، بلکې ټولې نړۍ ته يې دا پېغام ورکړ چې موږ نوره جګړه نه غواړو او هم يې دا ثابته کړه چې افغان ولس ټول په يوه اتحاد د يوه محمدي بيرغ تر چتر لاندي د ا.ا سره ولاړ دي؛ افغان ولس ثابته کړه چې هيڅکله به د دغو ډلو پلانونو او پروژو ته بيا ځلي افغانستان کې اجازه ور نه کړي او نه به هم څوک پرېږدي چې له دوی څخه شته امن او سوله واخلي.

    د اسد ۲۴مې لمانځلو سره افغان ولس د سولې او امن روښانه پېغام و نړۍ ته ورکړ او هم يې ثابته کړه چې افغانان د اسلام سره څومره مينه لري او په هيڅ صورت به تر اسلامي او وطني ارزښتونو تېر نه شي.

    رب دې دغه آزادي او امن همېشنی او افغانان دې رب دغسي په يوه اتحاد لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهباغیان څوک دي؟ (1)
    راتلونکي مقاله امریکا پر اسرائیلو د ۲۰ ميليارده ډالرو وسلې پلوري

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.