اسرائیلي رسنيو راپور ورکړی چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې يا موساد مشر ډېوېډ برنیا وړاندیز کړی چې د حوثي یاغیانو د وروستیو توغندیزو بریدونو په ځواب کې دې د یمن پرځای پر ایران برید وکړل شي.
برنیا همدا شان د يمن بريدونه د ايران په اشاره بللي او زیاته کړې یې ده چې، موږ باید مستقیماً اصلي موضوع ته، چې ایران دی، لاړ شو.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو څو ورځو کې د يمن حوثيانو د اسرائيلو د پلازمېنې تل ابيب په ګډون په ګڼو سيمو پراخ توغنديز بريدونه ترسره کړي چې صهيونيستي اسرائيلو ته یې د مرګ ژوبلې سربېره مالي زيانونه هم اړولي.