د الجزیرې تلویزیوني شبکې د فلسطین د احصایې مرکزي دفتر له قوله ویلي، چې د یادې ادارې شمېرې ښیي پر غزې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهيسې تر دې دمه د غزې تړانګې ۱.۸ سلنه وګړي شهیدان شوي.
د یاد راپور پر اساس، د دغو شهیدانو ۷۵ سلنه یې د ۳۰ کلونو کم عمر کسان دي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم اسرائيلي یرغلګرو غزه کې پر التابعين ښوونځي برید کړی و، چې پايله کې يې له ۱۰۰ زیات فلسطنيان شهيدان او ګڼ شمېر ټپيان شوي وو.