د راپورونو له مخې د صهيونيستي اسرائيلو استعفا شوي د ملي امنيت وزير ایتمار بن ګوير په يو تازه بيان کې بيا هم صهيونيستي اسرائيل د حماس پر وړاندې ناکام بللي او د اوربند د تړون له مخې غزې ته د فلسطيني عامو وګړو بېرته راستنېدل یې د اسرائیلو بشپړه ماته ګڼلې ده.
بن ګوير ويلي « د غزې شمال ته د فلسطيني وګړو بېرته را ګرځېدل د اسرائيلو د ماتې په معنا ده، او دا کړنه د فلسطين د اسلامي ډلو د بشپړې فتحې او سوبې معنا ورکوي».
د يادونې وړ ده چې بن ګوير د صهيونيستي رژيم د ملي امنيت وزير وو؛ خو له حماس اسلامي غورځنګ سره د اوربند له تړون وروسته یې په نتنياهو توندې نيوکې وکړې، د اوربند تړون یې حماس ته تسلېمېدل وبلل او له همدې امله یې خپله استعفا وړاندې کړه.