د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز «هرتزي هالوي» د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې د صهيونيستي اسرائيلو د پوځ د ماتې له امله خپله استعفا اعلان کړه چې د مارچ مياشتې تر ۶مې نېټې پورې به په خپله دنده وي او له هغې وروسته به خپل ځای پرېږدي.
هغه په خپل استعفا لیک کې ويلي چې «د اسرائیلو پوځ په خپل ماموریت کې ناکام شوی او د همدې ناکامۍ له امله د اسرائيلو دولت ډیر دروند قیمت اداء کړی دی».
هالوي په خپل استعفاليک کې زياته کړې «زه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د پوځ د ناکامۍ او په خپله دنده کې د پاتې راتللو مسوولیت په غاړه اخلم، د اکټوبر د ۷مې د ناوړه او نه هيرېدونکې ناکامۍ مسؤلیت ما لحظه په لحظه ځوروي او له همدې امله زه محبور يم چې استعفا ورکړم».
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د حماس پر وړاندې د صهيونيستي اسرائيلو د ناکامۍ له امله د اسرائيلو د امنيت وزير هم استعفا ورکړې وه.