د فلسطيني سما ټلويزيون د راپور له مخې د صهيونيستي اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر ويلي چې نتنياهو به د اسرائيلو په «حدسه» روغتون کې د پروستات تومور غدې عمليات وکړي، او وړاندوينه کېږي چې د پروستات غدې په سرطان اخته شوی دی.
نتنياهو تر دې وړاندې د مارچ په مياشت کې هم يو جراحي عمليات کړي وو چې د اوسنۍ ناروغۍ په پېښېدو سره یې روغتايي وضعيت نازک ښودل کېږي.
بنيامين نتنياهو چې د ليکود ګوند مشري په غاړه لري او د صهيونيستي رژيم لومړی وزير دی، د تېرو شاخوا پنځلس مياشتو په اوږدو کې په غزه کې د نږدې پنځوس زره عامو وګړو د شهيدانولو تر يو لک د ډېرو ټپيانولو او د ميليونونو نورو د بې کوره کولو اصلي مسول او جنايتکاره ګڼل کېږي.
۱ څرگندون
نظرنلرم