د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی چې یواف ګالانټ د دې هیواد د دفاع وزیر له خپلې دندې ګوښه او پر ځای یې یسرائیل کاټز د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د صهیونیستي اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره شپه غزه کې د روانې جګړې په اړه د خپل منځي اختلافاتو له امله دفاع وزیر یواف ګالانټ له دندې ګوښه کړ.