ټایمز اف اسرائیل د اسرائیلو د پوځ پر حواله خبر ورکړی چې، اسرائیلو د یوه هوایي برید په ترڅ کې د حزب الله ډلې هغه دوه قومندانان وژلي چې د لبنان په سویل کې یې اسرائیل ته له ۴۰۰ د زیاتو توغندیو د توغولو مسئولیت پر غاړه درلود.
د ټایمز اف اسرائیل په وینا د حزب الله د ساحلي ګارډ قومندان معین موسی عزالدین او د دې ډلې د توپچي قطعې قومندان حسن ماجد دیاب چې پر اسرائیلو د راکټي بریدونو مسئولین و، تیره ورځ په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.