د صهیونیستي رژیم پوځ تائید کړه، چې تېره ورځ سه‌شنبه (د چنګاښ، درېیمه) د غزې په جنوب خان یونس سیمه کې یې د فلسطیني مقاومت ځواکونو په کمین کې اووه پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان شوي دي.

د صهیونیستي رسنیو د راپورونو له‌مخې، دغه راز په دې کمین کې د پوځ یو زغره‌وال موټر هم په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوی.

صهیونیستي رسنیو دا پېښه په وروستیو میاشتو کې د اسرائيلي پوځ لپاره تر ټولو درنه ضربه بللې ده.

تر دې وړاندې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې (کتائب القسام) اعلان کړی و، چې د خان‌یونس په جنوب کې یې د صهیونیستي ځواکونو پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version