د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نن شنبه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره امریکا ته په سفر وتلی.
راپورونه کاږي چې، واشنګټن ته د نوموړي د سفر موخه له حماس اسلامي غورځنګ څخه د پاتې بندیانو خوشې کولو سربېره په سیمه کې د ایران د مقاومت پر محور او په یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې دي چې سیمه کې صهیونیستي رژیم ورسره مخامخ دی.