د صهیونیستي رژیم پوځ تېره ورځ چهارشنبه (د غویي ۳۱مه) د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په جنین کمپ کې د یو شمېر هېوادونو پر ډیپلوماټانو ډزې کړې دي.
د راپورونو لهمخې، یاد ډیپلوماټان د عربي او اروپایي هېوادونو دي، چې له جنین کمپ څخه یې لیدنه کوله.
د صهیونیستي رژیم دغې کړنې ته نړیوال غبرګونونه ښودل شوي، ایټالیا او کاناډا د یاد رژیم سفیران احضار کړي او سعودي عربستان بیا دا اقدام غندلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې صهیونیستي رژیم له تېرو څو ورځو راهیسې غزه کې ځمکنیو او هوایي بریدونو ته پراختیا ورکړې چې ورسره نړیوالې نیوکې زیاتې شوې دي.