دو شنبه/ د جوزا ۱۴ مه:
یوې اسرائیلي رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائیلي پوځ ۶۱ سلنه دایمي افسران د خپلو دندو له تمدید نه په شاه شوي دي، چې د دې سره د اسرائیلو په پوځ کې د ماتې نښانې څرګندې شوې دي.
د “یدیعوت احرنوت” اسرائیلي ورځپاڼې ویلي، چې اسرائیلي پوځ کې د دندې مودې د نه تمدید دا شمېره د اکتوبر د ۷ مې نېټې له حملې مخکې ۵۴ سلنه وه، چې د پخوا په پرتله اوس ۷ سلنه زیاته شوې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې اسرائیلي کمېسیون سروې ښيي، چې پوځ کې ژور خپګان د پوځیانو کورنیو ته د زیان وېره او معاشاتو کې د پام وړ کموالی له پوځ د افسرانو د تېښتي عمده ټکي دي.
د یادونې ده، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم تر اټکل پورته د فلسطیني مقاومت دوام او غزه کې د روان وحشت له امله له اسرائیلي سوداګریزو شرکتونو سره د ځینو هېوادونو د راکړې – ورکړې پرېکون اشغالګر رژیم له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.
څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کېدو په اړه د څرګندونو په مقابل کې د اسرائیلو د کابینې دوه سخت دریځو وزیرانو (د امنیت وزیر، د مالیې وزیر) ویلي و که د هغه طرحه عملي شي، دوی به خپلې دندې پرېږدي او نور به دنده اجرا نه کړي.
په دې وروستیو کې د اسرائیلو حکومت او پوځ کې کشمکشونه رامنځ ته شوي او د دغو کشمکشونو لمن مخ په پراخېدو ده او دوی یې په سخت ژور خپګان اخته کړې دي.