اسرائیل د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف، پر ایران مستقیم برید کړی، له دې برید سره هم مهاله د ګڼ شمېر هېوادونو ترڅنګ یو شمېر ډلو هم دا برید وغانده او په اړه یې ښکاره او مخالف دریځ خپل کړ؛ مګر د توقع په خلاف مقاومت جبهه او مقاومت شوری چې دا مهال ځان پر نړۍوال سټیج مطرحې ډلې معرفي کوي، له یوې اعلامیې پرته، نور هر راز خاموشي اختیار کړې ده.
د مقاومت جبهې د لا ښکاره دریځ نه شتون، خاموشۍ او پر یوې وړې اعلامیې اکتفاء له صهیونیستي رژیم سره د دغه ډلې د اړیکو یو بل پټ مخ څرګند کړ؛ د دغه ډلې له خوا د اسرائیلو د برید ډیره ښکاره غندنه یا نور مطبوعاتي غبرګونونه او فعالیتونه کول ښايي د احمد مسعود او د هغه د ډلې لپاره د ملاتړ د بندېدو له کبله ننګونکې وي. د مقاومت جبهې لپاره محتاطانه او د شخصي ګټو پالیسي، له ارزښتونو، اسلامي، نړۍوالو او هر راز اصولو اولیت لري.
د مقاومت شوری لپاره هم د سیاسي تعاملاتو ترمنځ، اصول او ارزښتونه ورک شوي دي، نه یې د غندنې رسا غږ واورېدل شو، نه یې د غوڅ دریځ څرک ولیدل شو، دا ډله هم د مقاومت تر شعار لاندې مصلحتونه او شخصي ګټې پالي، له همدې کبله نشي کولی چې اسرائیل یا ایران خفه کړي او د تل لپاره یې دغه دروازې هم په وړاندې وتړل شي.
له یوې لنډې تېر ایستونکې اعلامیې وروسته، د یادو ډلو ژورې خاموشۍ وښودل چې دا هم یوه بله سیاسي پروژه ده، چې تنها د فرصتونو په اساس غږېږي، خو د خطر او سیاسي تعاملاتو د زیانمنېدو پر وخت بیا چوپتیا غوره کوي.
ستاسو په آند، یادو ډلو ولې د اسرائیل – ایران د جګړې په اړه دا مهال ژوره خاموشي اختیار کړې ده؟ یادي ډلې د ډیرو وړو، حتی ځینې وخت د بې اساسه مسایلو په اړه اوږدې اعلامیې خپروي، خو د اسرائیل-ایران د وروستیو کړکېچونو په وړاندې یې غبرګون ولې سوړ دی؟