د آر ټ اربيک رسنۍ وايي د صهيونيستي اسرائیلو پوځ د جګړې له پیل راهیسې د خپلو وژل شویو کسانو شمېر اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې یې له فلسطیني مجاهدینو سره په جګړه کې یې ۸۰۰ پوځیان وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې صهيونيستي اسرائيل د خپلو پوځيانو د وژل کېدو ارقام داسې مهال خپروي، چې د دوی له لوري خپاره شوي ټول ارقام او معلومات له سانسور لاندې دي او د خپلې مرګ ژوبلې کچه څو برابره کمه ښيي.