Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.
    تبصرې

    د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.

    عمران آغاعمران آغا12 اپریل 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ​د شنونکو په باور، د اسلام‌اباد په ناسته کې د پاکستان تګلاره په ښکاره ډول د امریکا د غوښتنو تر اغېز لاندې وه او د دې پر ځای چې پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ د توازن تله برابره کړي، تر ډېره یې پر تهران فشار راوړ ترڅو د امریکا له لوري وړاندې شوي شرایط ومني.

    د کارپوهانو په باور، د پاکستان سخت اقتصادي وضعیت او د نړیوالو مالي ادارو (IMF) پورونو ته اړتیا، دغه هېواد مجبور کړی و چې په دې مذاکراتو کې د بې پرېتوب پر ځای د واشنګټن لوری ونیسي.

    ​د پاکستان هغه مبالغه امیزې ادعاوې چې ګواکې دې ناستې نړۍ له یوې لویې جګړې وژغورله، اوس هم يواځې د دروغو ادعاوې پاتې شوې، چې موخه یې د واشنګټن لپاره د وخت ګټل و، او د مذاکراتو په منفي پايلې سره دا روښانه شوه چې اسلام‌اباد د رښتیني حل پر ځای، یوازې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو لپاره “نمایشي ارامي” تمثیلوله.

    ​د ۲۱ ساعتونو خبرو بې پایلې ختمېدل یواځې د منځګړي د مهارت کمزوري نه، بلکې د اجنډا یو اړخیز والی هم ښيي او معلومېږي، چې د پاکستان وړاندیزونه تر ډېره د امریکا د “سرو کرښو” پر بنسټ چمتو شوي وو، منځګړي لوري د ایران د مشروع اندېښنو (لکه د بندیزونو لیرې کولو) په اړه هېڅ عملي تضمین نه درلوده او د پاکستان رول د یو خپلواک منځګړي پر ځای، د امریکا د فشار د یوې وسیلې په توګه څرګند شو.

    ​دا ناکامي ثابتوي چې پاکستان د خپل سیاسي او اقتصادي مجبوریت له امله نه شي کولای په داسې حساسو قضیو کې بې پری پاتې شي او د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام‌اباد دې “یو اړخیزې هڅې” وښودله چې تر څو یو منځګړی د لویو قدرتونو له مالي او سیاسي نفوذ څخه ازاد نه وي، هڅې به یې یوازې د یو لوري (امریکا) په ګټه او د بل لوري د مایوسۍ لامل ګرځي.

    په پايله کې دې ته رسېږو، چې د اسلام‌اباد د مذاکراتو ماتې د دې حقیقت ښکارندویه ده چې پاکستان د خپل اعتبار په بیه د امریکا د خوښولو هڅه وکړه او دې وضعیت نه یواځې د ایران باور زیانمن کړ، بلکې دا یې هم ثابته کړه چې د اسلام‌اباد په مېز د سیمې امنیت نه، بلکې د بهرنیو قدرتونو ګټې لومړیتوب لري.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د پاکستاني پولیسو دوه پوستې له وسلو او مهماتو سره د وسله‌والو لاسته لوېدلي
    راتلونکي مقاله بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستاني رژیم پر سمندري ځواکونو د برید مسئولیت ومانه

    مربوطه لیکنې

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    11 اپریل 2026

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي کابل کې د ترکیې له سرپرست سفیر سره کتلي

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ‏په کابل کې د ترکیې د…

    بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستاني رژیم پر سمندري ځواکونو د برید مسئولیت ومانه

    12 اپریل 2026

    د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.

    12 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي کابل کې د ترکیې له سرپرست سفیر سره کتلي

    12 اپریل 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستاني رژیم پر سمندري ځواکونو د برید مسئولیت ومانه

    12 اپریل 2026

    د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.

    12 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،175 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.