ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون په سپېدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه ناسته کې د سوریې او منځني ختیځ په وروستيو تحولاتو، له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو او تعامل پر پراختیا او په افغانستان کې په شویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې ترسره او لازم تصمیمونه نیول شوي دي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سوریه کې د ازادي غوښتونکي غورځنګ د بریا مبارکې ورکړې او په دغه هېواد کې یې د انقلاب د پاتې پړاوونو د ښه مدیریت هیله څرګنده کړې وه.