د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه فرمان کې راغلي، چې د اسلامي امارت له رسمي ویاند او د وزارتونو او امارتي ادارو له وياندويانو څخه پرته هېڅوک نه شي کولای چې د افغانستان اسلامي امارت له ادرسه نشرات او څرګندونې وکړي.
د مشرتابه په فرمان کې زیاته شوې، چې د افغان حکومت وياند مکلفیت لري، چې د اسلامي امارت موخې، پالیسۍ، فعالیتونه، لاسته راوړنې او نور اړوند اطلاعات رسنیز او خپاره کړي او دغه راز د داسې اجتماعي او سياسي امورو په هکله چې د افغانستان اسلامي امارت موقف په کې واضح نه وي د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي او يوازې هغه اعلاميې چې د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام لخوا ورکړل شوې وي، نشر كړي.
همدارنګه فرمان کې راغلي، چې د وزارتونو او امارتي ادارو د وياندويانو فعاليتونه يوازې په اړوند وزارت یا ادارې پورې محدود دي او د وزارتونو او امارتي ادارو وياندويان مكلف دي چې د مطالبو له خپرولو څخه مخکې د اړوند وزارت یا ادارې له مقام څخه اجازه ترلاسه کړي.
په فرمان کې همدا راز ویل شوي، چې د وزارتونو او امارتي ادارو ویاندویان نه شي کولای چې له ورکړل شویو مشخصو امورو څخه پرته په نورو امورو کې نشرات او څرګندونې وکړي.