د اسلامي امارت مشرتابه په یوه تازه فرمان کې له وزارتونو، خپلواکو ریاستونو، محکمو، ولایتي ادارو او نورو حکومتي اداراتو غوښتي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او په مستقیم ډول د خلکو ستونزې حل کړي.
دغه درې ماده ییز فرمان چې د عدلیې وزارت د ویاند له لوري خپور شوی له حکومتي مسوولینو پکې غوښتل شوي چې د مراجعینو ستونزې په چټکۍ سره حل او مسولين دې له خلکو سره مستقيم ليده کاته وکړي او که نه وي خپل استازي دې د دې کار لپاره وټاکي.