Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم يو شمېر نوې ټاکنې وشوې
    افغانستان

    د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم يو شمېر نوې ټاکنې وشوې

    صابر افغانصابر افغان25 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس په يو شمير امارتي اداراتو نوې ټاکنې وشوې.

    ښاغلی مجاهد وايي د ټولګټو وزارت د اوسپني پټلۍ مخکنی معین ملا بخت الرحمن شرافت، د عامي روغتیا وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو او د عامي روغتیا وزارت مخکنی مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د ټولګټو وزارت د اوسپني پټلۍ د معین په توګه ټاکل شوی.

    همداراز وايي چې د کندوز ولایت مخکنی والي ملا نثار احمد نصرت، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د کلیو د ابادۍ د معین په توګه او د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی قومندان ملا محمد خان دعوت، د کندوز ولایت د والي په توګه ټاکل شوی.

    همداراز د هلمند ولایت ګریشک ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي حیات الله مبارک، د غور ولایت د والي په توګه او د غور ولایت مخکنی والي ملا احمد شاه دیندوست، د ۲۰۵ البدر قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

    ښاغلی مجاهد زياتوي چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو مخکنی رئیس مولوي عبدالولي اتقاني، د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه او د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالسلام حسیني، د کاپیسا ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی.

    همدا راز د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ مخکنی د امنیت آمر حاجي نور آقا حیدر، د غور ولایت د امنیه قومندان په توګه او د جوز جان ولایت مخکنی امنیه قومندان قاري حفیظ الله پهلوان، د باغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه، او د ننګرهار ولایت د پوهنې مخکنی رئیس مولوي عزیز الله مصطفی، د همدې ولایت د والي د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

    ښاغلی مجاهد ډېروي چې د کاپیسا ولایت مخکنی امنیه قومندان حاجي محمد عثمان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو د رئیس په توګه، او د بهرنیو چارو وزارت مخکنی مالي او اداري معین مولوي رحمت الحق فضیل، د مرکزي دار الافتاء د غړي په توګه ټاکل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهفراه کې د يوې ديني مدرسې د‌ جوړولو چارې بشپړې شوې
    راتلونکي مقاله غور کې د څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د دوه بندونو جوړولو چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژیم له خوا د اوربند نقض؛ کونړ کې یې افغان روغتیاپالان په نښه کړي

    19 مارچ 2026

    د مصر الازهر پوهنتون کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم بريد ښکاره جنايت بللی

    18 مارچ 2026

    د پاکستاني رژيم په بريد کې شهيد شوي کسان په ډله‌ييز قبر کې خاورو ته وسپارل شول

    18 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مارچ 2026

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ اړوند بر قمبر خېلو…

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    20 مارچ 2026

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.