د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس يو لړ تازه ګمارنې او تبديليانې شوې دي.
ښاغلی مجاهد وايي د پروان ولایت مخکنی مرستیال مفتي محمد ادریس انوري، د همدې ولایت د والي په توګه، د کورنیو چارو وزارت مخکنی امنیتي مشاور مولوي محمد ابو الوفاء عثماني، د پروان ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي.
همداراز ښاغلی مجاهد زياتوي چې د بامیان ولایت د استخباراتو مخکنی رئیس مولوي نیک محمد حذیفه، د غور ولایت د مرستیال په توګه، مولوي محمد ﷲ براء، د پکتیکا ولایت د امنیه قومندان په توګه، د پکتیکا ولایت مخکنی امنیه قومندان شیخ محمد شریف حلیم، د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د رئیس په توګه ګمارل شوي.
دغه راز د پروان ولایت مخکنی والي مولوي قدرت ﷲ امیني، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مشاور په توګه، د سرپل ولایت مخکنی مرستیال مولوي محمد نادر حقجو، د تخار ولایت د مرستیال په توګه،او د تخار ولایت مخکنی مرستیال ملا خان محمد حقاني، د سرپل ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي.