Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»‏د اسلامي امارت د مشرتابه په شتون کې د اسلامي اردو څه باندې ۶۰۰ مسؤلینو لپاره اصلاحي غونډه جوړه شوه
    افغانستان

    ‏د اسلامي امارت د مشرتابه په شتون کې د اسلامي اردو څه باندې ۶۰۰ مسؤلینو لپاره اصلاحي غونډه جوړه شوه

    صابر افغانصابر افغان1 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په حضور او د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو ‏سربېره د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، امربالمعروف، حج او اوقافو محترمو وزیرصاحبانو او د استخبارتو لوی ریاست عمومي رئیس په شتون کې د نفس اصلاح، مسؤلیت پیژندنې، د قدرت په وخت کې ښه بندګي کول، لا زیاتې همغږۍ او ښې حکومتولۍ په موخه د (دفاع وزارت مسؤلینو لپاره اصلاحي غونډه) تر عنوان ‏لاندې په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندانۍ انګړ کې دری ورځنۍ سیمینار ترسره شو.

    ياده خبرپاڼه کې راغلي: دا سیمینار د ملي دفاع وزارت د لوړ رتبه او عالي رتبه مسؤلینو د وزارت مرستیالانو، د نهه ګونو قول اردوګانو د قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د لواء ګانو قوماندانانو، مرستیالانو او ‏درستیزوالانو، د کنډکونو قوماندانانو، د مرکزي قطعاتو مرستیالانو او درستیزوالانو، د وزارت رئیسانو او د مرکزي او ساحوي قطعاتو ځینو برخو مدیرانو لپاره ترسره شو.

    خبرپاڼه زياتوي چې: په یاد درې ورځني سيمينار کې د مشرتابه د ‏وینا سربېره د قول اردوګانو د قوماندانانو او د وزارت مرستیالانو له خوا د بېلابېلو برخو د راپورونه وړاندې شول، او مشرتابه په ټول هیواد کې د امنیت په تامین کې د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او د اسلامي امارت د وروستیو لاسته ‏راوړنو څخه یې یادونه وکړه او ویې ویل: تاسو نن ستر مسئولیت لرئ او هغه د اسلامي نظام ساتنه او استحکام دی، ګورئ چي په قدرت مغروره نشئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسد په څیر و اوسئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مکوئ او استقامت وکړئ چي دا ستاسو لپاره جهاد دی.

    خبرپاڼه همدارنګه زياتوي: ‏د دغې غونډې دوهمه ورځ د علماء کرامو په ویناوو، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال، د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب «مجاهد» په وینا او همداراز په دغه سیمینار کې حاضر د کابینې محترمو ‏غړو هر یو په وار سره په بېلابېلو موضوعاتو جهادي یادونو، ښې حکومتولۍ، د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي، د مشرانو اطاعت، د نیت اصلاح، د بیت المال ساتنه، اسلامي ورورولۍ او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه ویناوې وکړې.

    خبر پاڼه زياتوي چې د غونډې په وروستۍ ورځ مشرتابه د ښې حکومتولۍ، د امراوو څخه اطاعت او د علماء د احترام په اړه ویناو وکړه او د مسؤليت پېژندنې په اړه یې وویل: د هر مسؤلیت علم پر ‏هغه مسؤل باندې فرض دی او په هر هغه شي چې تاسو ته یې مسؤلیت درکړل شي علم یې باید زده کړئ، سیمه يیز تبعیض پریږدئ ځکه چې اختلاف او بې اعتمادي ستاسو د ماتې سبب ګرځي.

    د ملي دفاع وزارت په وار وار د دفاعي ځواکونو لپاره اصلاحي او تربيتي غونډې جوړوي او په وينا یې موخه یې د خپلو ځواکونو اسلامي او ديني روحيه لا پياوړي کول او دوی خپلو مسوليتونو ته متوجه کول دي.

    مخکینۍ مقالهملګري ملتونه: هر کال د سختې ګرمۍ له امله یو نیم مېلیون انسانان مړه کېږي
    راتلونکي مقاله د اسماعیل هنیه شهادت او څو مهم ټکي.

    مربوطه لیکنې

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به یې مناسب شي

    13 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.