نوین ساپیله هر څه وړاندې، لومړباید لنډغر وپیژنو، چې چا ته ویل وکيږي؟ لنډغر دي څوک؟ د لنډغر کلیمه/ لغات اوسمهال په دری او پښتو ژبه کې عام دی؛ دا لغات/کلیمه تر ډېره د هغو انسانانو پروړاندې کارول کېږي چې نه د خپل په عزت وي او نه د بل، یاغي، فاسق او فاجروي، د خپلو شخصي منافعو لپاره د بل په لمسون خلک ځوروي، غلاوې کوي، وحشت خوروي، د نظام پر ضد وسلوال پاڅونونه کوي.
په ګران هیواد افغانستان کې د لنډغرو تهداب/بنسټ ملي خاین چې ځینې یې ملي اتل/قهرمان بولي احمدشاه مسعود په ۱۳۵۵ کال کې کېښود، نوموړي د سردارمحمد داود خان دنظام پرضد د ولسونو ترمنځ د تفرق په پار وسله راپورته کړه، د شمال پر لویه لاره به یې له څونورو راه زنانو سره یوځای مسافر لوټل، وژنې او قتلونه به یې کول، همدا یې ورځنۍ چارې وې چې ترسره کولې به یې، بالاخره مسعود په یوې لویې ډلې، ټپلې بدل شو.
دې لنډغر له پاکستاني لوړ پوړ چارواکو سره له نېږدې اړیکې درلودې، په اردو ژبه څه ناڅه برلاسی و، پاکستان ته دا ډول خلک د ارزښت وړ و، ځکه چې په افغانستان کې یې د شخصي ګټو او استخباراتي چارو پرمخ بیولو لپاره ترې استفاده کوله، په مقابل کې یې ده او نورو لنډغرو ته وسلې او مهمات ورکول. پاکستان نه غوښتل چې افغانستان دې خود کفا شي، همغه و چې د لنډغرو دا لړۍ وغځېده، لنډغریزم رامنځته شو.
دحامدکرزي د موقتې ادارې په رامنځته کېدا سره د لنډغرو مخه پلازمېنې کابل ته شوه، دوی د باغ بالا او خیرخانې په سیمه کې د الوتونکو مرغانو په څېر ځالې جوړې کړې، د خلکو شخصي ځمکې یې غصب کړې، په عادي خبرو به یې شخړې/جنګونه کول، څه به یې چې زړه غوښتل، هغه به یې ترسره کول.
د دې ډلې لباس/ جامې به له عوامو فرق درلود، پکول په سر، جرمني/ سلور بوټان پس قات په پښو، یوه پایڅه پورته او بله ښکته، د قاسمي کالیو څیرې ګرېوانونه یې نښې نښانې وې. هر چا به له دې ډول خلکو د خپل عزت په خاطر ځانونه ساتل.
له کبر او غوروره یې پښتنو سره خبرې نه کولې، که په سهو” کې کوم پښتون سره مخ شو، لومړۍ خبره به یې دا وه چې، مسلماني ګپ بزن!هر ولایت ځانته جلا،جلا لنډغر درلودل، چې د دې لنډغرو اصلي مرکز ولسي او مشرانو جرګه وه، هغه لنډغر چې په ولایتونو کې یې خلافکاریانې کولې، په زور او زیاتي یې له خلکو قلنګونه اخیستل، وژنې به یې کولې، د خلکو په ناموسونو یې تېري کول، دا ټول د وکیلانو په مشورې او هدایت ترسره کېدل.
په ښارونو کې ښځینه څه چې نارینوو ځان خوندي نه احساسوه، په تېره به چې ( و ج، م ج) پلېټو ولا موټرونه په سرک تېرېدل په انسانانو به یې له پاسه خېژول. ترافیک ته به د انسان په سترګه نه کتل کېدل ، په بدو ردو او سپکو سپورو به بدرګه ګېده.
لله الحمد، اسلامي امارت د هغو لنډغرو جرړې له بیخه وویستې، بانډونه یې ورته له منځه یوړل، چاچې به د ټیلفون له لارې خلک دوزخ ته لېږل، ځینوبه افغانستان تجزیه کوه، بل به د ارګ څلور دروازې په یوه میاشت کې بندولې.