لیکوال: ارغوان وطنیار
کله چې په ۱۹۹۱ کال کې د وارسا پکټ ونړېد، شوروي په روسیې بدله او ۱۵ جمهوریتونو ترې ازادي واخیسته، نو میدان ناټو ته پاتې شو او ناټو د فاتح قوت په توګه راڅرګنده شوه؛ د روسیې د خاورې برخه هیواد (اوکراین) هم د امریکا او ناټو نفوذي جغرافیه شوه او دا هغه څه وو چې د روسانو شک ترې لویه اندېښنه لرله.
روسانو څو ځله اوکراین تهدید کړ چې د ناټو له انډیوالۍ لرې وګرځي، مګر د اوکراین او ناټو نږدې والی یو پیچلي پړاو ته داخله شوې ده؛ اوکراین ته ناټو یوه دروغجنه هیله ورکړې چې ګواکې اوکراین به د ناټو غړی هیواد شي.ناټو به کله هم دا کار ونکړي چې اوکراین ته د ناټو غړیتوب ورکړي؛ د ناټو د غړو امتیاز یو دا هم دی که هر بیګانه ملک د ناټو په غړي هیواد برید وکړي دا حمله د ناټو د غړو هیوادونو په تمامیت حمله ګڼل کیږي او ټول یې دفاع ته دانګي.په ناټو کې ټول د اروپا، امریکا او انګلیس هیوادونه غړیتوب لري، روسانو تهدید کړی که چېرته ناټو اوکراین ته غړیتوب ورکړي دوی به ټوله اروپا تر برید لاندې ونیسي.
دریمه درجه هیوادونه د شرق او غرب په انډیوالۍ کې زیان ګوري؛ هغه هیوادونه چې مستقل او خپلواک سیاستونه مخته وړي په ډیر حکمت ځان د دواړو شریرو بلاکونو له شره خوندي باسي، که نه خپل ملتونه او خپل هیوادونه به له بد برخلیک سره مخ کړي.
تاسو ولیدل چې کله روسانو په اوکراین برید وکړ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان روسيې ته بیړنی سفر وکړ او د روس برید یې په اوکراین یو برحقه برید وګاڼه چې دا چاره د امریکایانو پر مزاج برابره ونه لګېده، د عمران خان د ستنېدو سره هم مهاله زلمی خلیلزاد پاکستان ته په بیړني سفر ووت، په ٢٤ ساعتونو کې یې د عمران خان ټوله حکومتي کابینه ګوښه کړه او په ځای یې واک موقتا د پاکستان مسلم لیګ او پیپلز پارټي ته وسپارله، دواړو ګوندونو په ګډه د پاکستان موقتي حکومتداري په ټیلو ټیلو روانه وساتله؛ د دوی په حکومت کې د یوې وچې ډوډۍ قیمت له لسو کالدارو پنځوسو کالدارو ته پورته لاړه، یو لیتر تیل له یو نیم سل کالدارو څلور سوو کالدارو پورې ورسېده.
په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر رئیسي د ژوند په اخري ورځو کې پاکستان ته سفر وکړ او یو شمیر سوداګریز تړونونه یې لاسلیک کړل چې امریکا په یوه ګواښ د پاکستان په هیلو اوبه واړولې.
د پاکستان سیاسیونو په ډیرې عاجزۍ او عذر امریکایانو ته وویل؛ خیر دی په مونږ رحم وکړئ، د ایران سره زمونږ په تړونونو د بطلان کرښه مه راکاږئ؛ خو د امریکایانو خبره یوه وه او بس.
پاکستاني حکام سربډاله د سیاست په میدان کې تاوېږي مګر تش لاس او نا امیده ترې ستنېږي؛ ډیر کله هوښیاره مرغۍ په یوې لومې کې نه، بلکې په څو لومو کې نښلي او بیا یې ساه وځي.
پاکستان ټول عمر د سیاست په ډګر کې موقتي ګټو لپاره خپل دایمي ګټې داو ته وړاندې کړي او په دې ترتیب یې په خپل ثبات قمار وهلی.
تازه د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي؛ مونږ غواړو پاکستان ته چرګوړي ولېږو ترڅو هغه چرګوړي لږ را غټان شي بیا هګۍ واچوي او پاکستان پرې خپل متزلزله اقتصاد وژغوري.او افغانان هم د پاکستان اقتصاد ته د پاپړو اقتصاد وايي چې په یوه فشار به یې هرڅه ختمېدونکي دي.
تېر کال د جنرال مبین په نامه یو افغان فعال ویلي و: د پاکستان اټوم سیلابونو یوړ، حکومت ترې امریکایانو واخیست او دوی ته یواځې له ټر و پر بل څه نه دي ورپاتې؛ ټیچر او ټماټر به پاکستان څه ډول د زوال له کندې وژغوري؟خبره رانه اوږده نه شي، ایران د شرقي هیوادونو په ملاتړ د سیمه ایزې همکارۍ په نامه د مانور یوه ناسته بللې وه ترڅو په یادې ناستې امریکایان تهدید کړي، خوشبختانه زموږ مدبر سیاستوالو وختي د دوی د رګونو نبض لیدلی وو او دا ناسته یې تحریم کړه.
دا په نړۍوال سیاست کې زمونږ دریم تدبیري تصمیم وو چې مونږ ونیوه.لومړۍ نړۍواله جګړه کې امیر حبیب الله خان افغانستان بې طرفه اعلان کړ، دویمه نړۍواله جګړه کې ظاهر شاه د دواړو بلاکونو له منګولو افغانستان را وباسته او دریمې جګړې له کمینه اسلامي امارت په ډیر مدبرانه ډول افغانستان له بیروني نیابتي جنګونو را وایست.
د اسلامي امارت رهبري د نړۍوال سیاست د سترنج په تختې د دپلوماسۍ دستګاه په هغو لوریو لوبوي په کومو لوریو کې چې د افغانستان او افغانانو بقا او ملي منافع خوندي وي.