Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبین»د اسلامي امارت مخالفين څوک دي؟
    تبین

    د اسلامي امارت مخالفين څوک دي؟

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش4 فبروري 2024څرگندونې نشته11 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    ليکوال: عبدالله زاهد

    د نړۍ اکثريت کفري او ډيموکراتيک ملکونه د اسلامي امارت مخالفت کوي، دښمني يې کوي؛ د دوی د دښمنۍ ريښې له اوس څخه نه بلکې څوارلس سوه کاله مخکې د اسلام د مبارک دين له راتګ سره شروع سوې او تر ننه يې پالي، د اسلامي امارت سره يې د دښمنۍ داستان همغه دی او نه غواړي اسلامي نظام دنيا کې قايم سي.
    بل طرف هغه اسلامي ملکونه دي چې نظامونه يې ډيموکراتيک دي، هغوی پوهېږي که اسلامي نظام افغانستان کې همدغسي برقراره سي، عدالت سي، امن سي او شرعي حدود جاري وي نو زموږ ولس موږ ته پورته کېږي او زموږ څخه هم د اسلامي نظام غوښتونکي کېږي ځکه د اسلامي امارت مخالفت کوي.
    بله خبره دا چې دلته نړۍ کې هيڅ داسي يو اسلامي ملک نه پيدا کېږي چې هغه دې د غرب يا نورو کفري ملکونو تر لاس لاندي نه وي، په نامه د آزاد حکومت وي خو د ملک ټولې چاري يې د نورو لاس کې وي، داسي ډيموکراسي يې ملک کې وي چې صرف په نامه د مسلمان پاته وي يا يې هم صرف ورسره نوم د اسلامي جمهوريت ذکر کړی وي، يا هم شاهي دولتونه وي خو امر يې د غرب او نورو کفري ملکونو لاس کې وي.
    يو مثال د پاکستان دی چې څنګه يې هر ځلي افغانستان کې د يوه اسلامي نظام مخالفت کړی؛ تېر ځلي چې کله مجاهدين کاميابه سوه نو د خپل رسوخ او جاسوسانو په مټ لکه شمالي ټلواله او نورو په ذريعه د مجاهدينو خپلمنځي جګړې يې شروع کړې تر څو افغانستان کې يو اسلامي نظام منځته را نه سي او په پوره شدت سره يې دښمني د اسلامي نظام مخالف وکارول؛ هغه وو چې زاړه مجاهدين چې پاته سوي وه يا پر کور کښېناستل او يا هم له مجاهد څخه په ټوپک سالار بدل سوه او وطن يې لوټې، لوټې کړ، کابل جان يې په وينو ولړئ، همدا شمالي ټلواله مسعود و حکمتيار و نور ټوپک سالاران وه چې داسي کانې يې وکړې چې ياداوري يې هم د سړي زړه ته تکان ورکوي، د همدې پاکستان او څوکۍ لپاره.
    هغه وو چې يو سپېڅلی ځواک د ولس له منځه راپورته سو چې د ولس د زړه درد يې محسوس کړی وو، ټول ټوپک سالاران يې سره ټول کړه بس يو شمالي ټلواله پاته وه، د شمالي ټلوالې آخري شيبې وې چې امريکا يرغل وکړ.
    خو امريکا ته هم همدې پاکستان لاره ورکړه ځکه ده ته يو اسلامي نظام د ده همسايه ملک کې د منلو نه وو او بل طرف د ټلوالې سره فرانسه او نور ډيموکراتيک او کفري ملکونه ولاړ وه.

    پاکستان چې ۲۰۰۱ کې امريکا ته پر افغانستان د حملې لاره او ورسره همکاري کولو ټټر وټکاوه هغه کتاب او ليکنه په لاندي لينک کې کتلای سئ.
    https://www.jstor.org/stable/48527464

    پاکستان نه يواځې دا چې لاره او اډې يې ورکړې بلکې پوره همکاري يې د افغانستان ورانولو او د اسلامي نظام ړنګولو کې ورسره وکړه او هم يې د افغانستان د هر نظامي ځای کوردينات و امريکا ته تسليم کړه ځکه امريکا به له کراچي څخه افغانستان په کروز توغنديو ويشتئ.
    سليم صافی يوه پروګرام کې مولانا فضل الرحمن ته وايي چې تاسو معاهده ولي لاسليک کول او بيا وايي ورته چې موږ د امريکا سره د افغانستان په جګړه او يرغل کې ودرېدلو، زموږ ځوانان مو د امريکا خدمت کې وقف کړه او بيا د پېښور په جګړه کې هم زموږ اتيا زره پښتانه شهيدان سوه خو دوی ولي زموږ سره داسي کوي، مطلب يې دا وو چې ولي موږ پر سر نه کښېنوي او زموږ ټوله پورونه د آی ايم ايف نه پرې کوي.
    کله چې امريکا د افغانستان اسلامي نظام ړنګ کړ؛ پسله شلو کلونو قربانيو څخه افغانان وتوانېدل چې آزادي واخلي خو دې وخت کې پاکستان ډېر کوښښ وکړ چې طالبان بريالي وطن ته داخل نه سي بلکې غوښتل يې ګډوډي جوړه سي يا هم په تېر ډيموکراتيک دولت د اشرف غني کې داخل سي او د هغه نظام يوه برخه سي ځکه د ده ويره همغه د اسلامي نظام له راتګ څخه وه؛ خو الحمدلله چې دی ناکامه او رب اسلامي نظام حاکم کړ، ورورولي سوه، عدل او آزادي راغله چې دا حالت ده، امريکا او نورو ډيموکرات نظامونو ته په هيڅ صورت د منلو نه وو.
    خو بيا هم پاکستان پر قراره نه کښېناستی او وينو يې چې کله د زاړه حکومت وحشيانو سره جلسې کوي پاکستان کې، ګلستان او نورو ځايونو کې يې ځای ورکړی، شمالي ټلوالې سره اړيکې او د داعش خراسان روزنه کوي ځکه يو خو دی نه غواړي دلته اسلامي نظام قايم پاته سي او بل امريکا پلان ورکړی چې تطبيق يې کړي.
    هندوکش داسې اسناد خپاره کړي چې له مخې یې د ۲۰۲۲ د اګست په مياشت کې د ټلوالې مهم غړي او د ملي مقاومت شورا کې د مشرقي شورا مسؤل حضرت علي او زوی يې په د پاکستان پېښور او اسلام اباد کې د شمالي ټلوالې او داعش د روابط، دوه اړخيزه همکاريو د تنظيم په چارو بوخت دي، د دې مجلسونو او توافقاتو په اساس به دوی په مشترک ډول په افغانستان کې د بريدونو لپاره مالي او تسليحاتي امکانات برابروي.
    دغه ناستې اکثره د ملک زرين او حاجي حيات الله په همکارۍ او منځګړيتوب ترسره کيدلې.
    ایوب زرین د محمد زرين زوی چې د کنړ ولایت اسمار ولسوالس میاګو کلي اصلي هستوګن دی او اوس مهال د پاکستان خيبر پښتونخوا د باجوړ مسکیني سيمې په سالار زو کلي کې اوسیږي، اکثره وخت اسلام آباد او د کراچي ښارونو ته سفرونه کوي. نوموړی د شمالي ټلوالې له خوا د کنړ ولایت لپاره تش په نوم والي وو.
    یاد شخص په مسکیني سیمه کې په ۱۴۴۵/۴/۲۵نېټه د داعش خراسان څانګې له لوړې کچې مسؤلينو سره ملاقات کړی و.
    د دې ناستو په دوام په ۲۰۲۳/۰۳/۲۰ نېټه په اسلام آباد کې د داعشي خوارجو ، شمالي ټلوالې او د تير نظام د ځينو نظاميانو تر منځ بله ناسته هم وشوه او په دې توافق سره وسو چې د اسلامي امارت پر ضد به په افغانستان کې د داعش ډلې تر نامه لاندې فعالیتونه ترسره کوي او د ځينو بريدونو پړه به داعش ډله په غاړه اخلي.
    د يادې غونډې په تعقيب سره په اسلام آباد کې په ۲۰۲۳/۰۶/۰۵ نېټه د داعشي خوارجو او شمالي ټلوالې ترمنځ بله ناسته د مشرقي زون د شمالي ټلوالې او داعشي خوارجو د مسؤلينو تر منځ ترسره شوه چې د حضرت علي نماينده ګل کريم شاړي هم پکې ګډون درلود.
    د داعش او شمالي ټلوالې او نورو مخاليفينو روزل په څه معنا؟
    تاسو پوهېږئ چې داعش له پاکستان څخه را اوړي او دلته د يوه اسلامي نظام مقابل جنګېږي؛ که چيري دوی پروژه نه وي او حقيقت کې خلافت غواړي نو افغانستان کې خو د علماوو، د نبي کريم ﷺ د وارثانو اسلامي نظام دی چې دنيا کې يې سارۍ نسته نو بيا دوی د پاکستان د ډيموکراسۍ څخه افغانستان ته ولې د جګړې لپاره راځي؟
    ځکه شمالي ټلواله و داعش دواړه غربي پروژه ده چې د عملي کولو چاري يې پاکستان پر غاړه اخيستي ځکه پاکستان همسايه ملک کې اسلامي نظام زغملای نه سي او بل له خپلو بادارانو امريکا او اسراييلو څخه پرې پيسې اخلي، په پوره شدت سره د اسلامي نظام مخالفت کوي، کله مهاجرين راوباسي، کله پر نړيوال سټېج چپ و رد ږغېږي، امريکا او نورو ته د يرغل دعوت ورکوي.
    بل طرف داعشي خوارج دي چې مکمل يوه پروژه ده او هر وخت د مجاهدينو مقابل جنګېدلي، بايد و وايم چې داعشي خوارج د غرب، فرانس، اسراييلو او نورو ډيموکراتيکو ملکونو يوه پروژه ده چې د اسلام په نامه د مسلمانانو د ټوټې کولو، د مجاهدينو د ختمولو لپاره جوړه سوې خو الحمدلله افغانستان کې يې ريښې ويستل سوي او لا هم له بېخه ويستل کېږي.
    او يو هم شمالي ټلواله ده چې نه دي اسلاميت مني، نه دي افغانيت مني، نه پښتو مني او نه دې هم افغان تاريخ مني خو راپورته سوې د ملي مقاومت په نامه ده چې د غرب او فرانسويانو د لاس آله ده، ټول هغه زاړه ټوپک سالاران چې لاسونه يې په وينو ککړ دي، غلاوې او داسي غلط کارونه نسته چې له دوی څخه پاته سوي وي، داسي وحشت نه دی پاته چې دوی دې پر افغانانو نه وي کړی، په نامه د ملي مقاومت خو مطلب يې يواځې پنجشير دی، ګډوډی او د څوکۍ او واک تندې ترې د پردو آلې جوړي کړي.
    او له دغو دوو ډلو څخه د اسلامي امارت او افغانستان دښمنان هڅه کوي کار ترې واخلي او زموږ له سره د امن سيورۍ ايسته کړي خو الحمدلله چې سپېڅلي ځواکونه د افغانستان وتوانېدل چې دوی او د دوی هره پروژه ناکامه کړي.
    د پاکستان او شمالي ټلوالي اړيکې له اوس څخه نه بلکې د مسعود له وخته راشروع دي، او همغه وخت احمد شاه مسعود لومړی جهادي ډلو سره او بيا د طالبانو سره په جګړه وو، چې د امريکا تر يرغل مخکې يې جهنم ته ولېږه او تر ننه پوري يې ډله د غرب د اهدافو مدافع دي سيمه کې.
    پاکستان کې ډلې او مذهبونه ډېر زيات دي او د وخت مطابق له هرې ډلې څخه کار اخلي، کله چې نړۍ کې کوم ملک د کرايې پوځ ته ضرورت ولري نو پاکستان ورته حاضر دی او که سيمه کې د حالاتو خرابولو پلان ولري نو داعش غوندي ډلې يې ورته ساتلي، که فتوا د مسلمانانو خلاف و غواړي نو درباريان يې ورته ساتلي، اوس چې غرب ته افغانستان او افغانستان کې بريدونه او د طالبانو کمزوره کول اهم سوي نو آی ايس آی او پوځ په پوره شدت سره د داعش او شمالي ټلوالې روزنې ته کار ويلی او هم په هره طريقه سره يې د امارت اسلامي مخالفت کړی ځکه پلان د‌ امريکا د CIA استخباراتو، د اسراييلو د موصاد او فرانسويانو GDSI له خوا ورکول سوی.
    د پاکستان د دښمنۍ يو بل داستان چې د ډيورنډ کرښه ده او داخل د پاکستان کې ورځ تر بلې د حالاتو خرابېدو او د دوی ولس د دوی له وحشي نظام څخه د بغاوت وجه د دوی ظالمانه قدرت، تعصب د او د پاکستان د سياسيونو، پوځيانو د غلاوو دی چې ولس يې ورته راپورته سوی چې د همدې بغاوتونو څخه هم دوی کوښښ کوي د افغانستان او اسلامي امارت مخالف د تبليغ کار واخلي او پر نړيوال سټيج باندي يې پړه پر اسلامي امارت ور اچوي ځکه دوی کوښښ دا کوي چې سيمه کې حالات خراب وښيي او وجه يې افغانستان تر څو نړيوال بيا ځلي يرغل ته وهڅوي او ده ته په ميلياردونو ډالر ورکړي په بدل کې به دی ورته د پاکستاني پښتنو، بلوڅانو وينه تحفه کړي او هم به د افغانستان امن له منځه يوسي خو نړيوال پوه سوې چې سلګونه کلونه که وجنګېږي افغانستان کې بيا به هم ونه توانېږي چې افغانان غلامان وساتي ځکه دا خاوره د احمد شاه بابا و ميرويس خان نيکه ده، دلته هر مغروره ته د سر کاسه کې اوبه ورکول سوي او نن چې د دې خاورې اصيل بچي واکداران دي نو بيخي به دغه ارمان ګور ته وړي ان شاءالله.
    پاکستان که د داعشي خوارجو او شمالي ټلوالې هر څومره مرسته و کومک وکړي، هر څومره يې و روزي خو دغسي به ناکامه کېږي لکه څنګه چې د دوی بادار غرب و ناټو شرمنده او ناکامه و وتل. پاکستان سيمه کې د داعش او شمالي ټلوالې په ذريعه حالات خرابول غواړي تر څو بهرنی کوم قوت بيا سيمې ته د يرغل لپاره را وغواړي.
    د پاکستان نظام خو هيڅکله په اسلامي اخوت باور نه لري ځکه يې موږ له ولس څخه غوښتنه کوو چې خپل نظام، پوځ و آی ايس آی سره دې و ږغېږي چې نور سيمه او د مسلمانانو منځ کې نفاق، د غرب دسيسې دې دلته نه عملي کوي او پاکستان نه يواځې له افغانستان سره بلکې په سيمه کې د هر همسايه او نورو ملکونو سره دښمنۍ پالي، پخپل ملک کې يواځې داعش و شمالي ټلواله نه ساتي بلکې د ايران مقابل، د انډيا، کشمير، بنګلديش او نورو مقابل هم خلک ساتي او د وخت مطابق د غرب د پروژو د عملي کولو لپاره ترې کار اخلي.
    د اسلامي امارت دښمنان ټول ډيموکراتيک او کفري نظامونه دي او داعش و شمالي ټلواله د همدې ډيموکراتيک حکومتونو ګډه پروژه ده چې د دې پروژې د عملي کولو چاري پاکستان پر غاړه اخيستي او اوس داعشي خوارج او شمالي ټلواله سره يو سوي، يو له بل سره تسليحاتي او مالي کومکونه کوي ځکه دواړه پوهېږي چې د اسلامي امارت مقابل دوی هيڅ نه سي کولای، ځکه سره يو سوي؛ عجيبه خو دا ده چې يو طرف شمالي تعصبګر، نېشنليسټ، غله، ډيموکراتان او بل طرف داعشي خوارج چې د خلافت نارې وهي خو دلته سره يو سوه!
    ولي؟
    ځکه د دوی شعارونو او کردار کې فرق دی، ضعيفه سوي او بل دا ثابتوي چې دوی د غرب يوه پروژه ده.

    مخکینۍ مقالهپر غزې بمباري؛ ۱۰۷ ملکي وگړي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي
    راتلونکي مقاله د ګاونډیانو دوکانداري

    مربوطه لیکنې

    د خصوصي ګارډانو او له چینایي ښځو سره د لانجمنو عکسونو په اړه وضاحت

    8 اکتوبر 2024

    د پخواني حکومت د یو تن نظامي (عصمت الله نوري) د مړينې حقيقت!

    30 سپتمبر 2024

    ولې بغاوت؟ له اسلامي نظام څخه د باغیانو د سرکښۍ لاملونو ته کتنه

    26 سپتمبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ د روسیې د ۲۰۲۵…

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،889 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.