دفاع وزارت وايي د ۲۰۵ البدر قول اردو د ښوونیز مرکز څخه د بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۴۵۰ تنه منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي، عملي او نظري زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
ياده فراغت غونډه کې د دفاع وزارت د لوړ پوړو مسؤلينو سربېره د اسلامي امارت مشرتابه هم ګډون کړی وو او فارغ شويو ځواکونو ته یې په خپله وينا کې داسې وېلي: ښه په بریا سره مو خپلې زده کړې پای ته ورسولې او دالله ج شکر ادا کړئ چې په اسلامي فوځ کې یې داخل کړي یاست تقوا او پرهیزګاري هیره نکړئ.
د يادولو وړ ده چې په وروستيو څو ورځو کې د دفاع وزارت له بېلابېلو قول اردوګانو او تعليمي مرکزونو زرګونه په علمي او علمي زده کړو سمبال ځواکونه فارغ شول چې د نظامي چارو پوهانو په وينا د هېواد په دفاع، او امنيت ټينګښت کې به خورا موثر تمام شي.