د اسلامي امارت مشرتابه فاریاب ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ځايي مسؤلینو سره په کتنه کې هغوی ته يو لړ اصلاحي لارښوونې او سپارښتنې کړي مشرتابه ټینګار کړی، چې د امارت د ملکي او نظامي ادارو ټول مسؤلین باید د شریعي حدودو پلي کولو، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
همدارنګه ښاغلي مشرتابه مسؤلینو ته په خپلو خبرو او سپارښتنو کې زیاته کړې، چې له کبر او غرور ځان وساتي، تقوا غوره کړي او د شهيدانو له کورنيو، ټپيانو، معلولينو سره چې په سخت وخت کې له تاسو سره ملګري وو نن یې باید هېر نه کړي او لاسنیوی یې وکړي.
د يادونې وړ ده چې مشرتابه تر دې وړاندې هم بېلابېلو ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولايتونو له مسؤلينو، علماوو، او ولسي خلکو سره ناستې او ليدنې کړي او په هره برخه کې یې ګټورې ليدنې او سپارښتنې کړې دي.