د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه شپږه ماده ییز فرمان صادر شوی.
ښاغلی فطرت زياتوي دغه فرمان چې د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې چمتو شوی انساني قاچاق په کې غیري شرعي عمل بلل شوی دی.
همدا راز فطرت وايي دې فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د انساني قاچاق پر وړاندې رغنده ګامونه پورته او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
ياده دې وي چې افغانستان د نړۍ يو له هغه هېوادونو دی چې په پراخه توګه انساني قاچاق پکې کېږي او د شنونکو په وينا تمه ده د اسلامي امارت ياد اقدام به په دې برخه کې خورا ګټور ثابت شي.