Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اسلامي نظام شکر اداء کړئ!
    لیکني

    د اسلامي نظام شکر اداء کړئ!

    صابر افغانصابر افغان21 جون 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: منصور أحرار

    الله جل جلاله د افغانستان پر خلکو رنګارنګ او بې شمېره انعامات کړي دي، چې شمېر یې د انسان په وس کې نه دی، چې له جملې یې یو انعام د بې مثاله امنیت، اسلامي نظام او د کلیمې تر سپین محمدي توغ لاندې ژوند تېرول دي؛ دا هغه انعام دی چې کلونه کلونه یې مونږ ارمان درلود او د دې ارمان په ترلاسه کولو کې مو بې شمېره او بې ساري قربانۍ ورکړې چې بالآخره الله جل جلاله دا انعام هم پر افغان ملت ولوروه.

    ولسونه هغه وخت نېکمرغه بلل کېږي چې اسلامي نظام او مسلمان سپاهیان ولري، هغوی نېکمرغه نه دي چې د کفر او الحاد تر چتر لاندې د ذلت ژوند تېروي؛ زمونږ ولسونه به ډېر ناشکره وي چې اوس هم پر خپل حال افتخار نه کوي او د مسلمان نظام تر شا نه درېږي، باید په هر حالت او هر تکلیف کې د خپل مسلمان نظام او مسلمان سپاهیانو دفاع وکړي.

    اوس که د دې نعمت (ډاډمن امنیت، اسلامي نظام او تر سپین محمدي توغ لاندې ژوند تېرول) ناشکري وشي، نو الله تعالی به یې خدای مکړه رانه واخلي، او له داسې ذلت سره به مخ شو چې د نورو لپاره له عبرت وګرځي، ځکه چا چې د نعمت ناشکري وکړه، هغه ته الله سبحانه وتعالی د عذاب ترڅنګ د دې نعمت زوال ور په برخه کوي.

    په بني اسرائيلو باندې الله جل جلاله رنګارنګ انعامات وکړل، د فرعون ملعون له سختو او دردوونکو عذابونو څخه يې خلاص کړل، بحر قلزم يې ورته کوڅې کوڅې کړ او دوی پرې پورې وتل، د پاسه پرې ورېځو سوری کړی وو، له اسمانه ورته په دسترخوان کې تيار سره کړي مړزان او تورنجبيل چې يو قسم خواږه شيان دي راتلل، يخې چينې يې ورته جاري کړې وې له هغو يې اوبه څکلې، لنډه دا چې په تياره يې خوړل او څکل او د دنيا له ستومانۍ او تکليفونو نه بې غمه ګرځېدل، بلا تشبيه په دنيا کې يې د جنت غوندې د راحت زندګي تېروله.

    خو دا چې هغو بدبختانو ناشکري وکړه، له الله سبحانه سره يې خوسی شريک وګاڼه او د هغه عبادت يې شروع کړ، د بهترينو اسماني غوښو په مقابل کې يې ادنا ترکاري وغوښته، د الله رب العزت احکامات يې و نه منل او له هغو يې سرغړونه وکړه، نو الله سبحانه وتعالی له داسې لوی ذلت سره مخامخ کړل چې تر قيامته پورې به د نورو انسانانو لپاره د عبرت سبق وي.

    الله تعالی دوی مسخ کړل، ځيني يې خنزيران او ځينې يې بيزوګان شول؛ الله جل جلاله د دوی په اړه فرمايي: فَقُلْنَا لَهُمْ کُوْنُوْا قِرَدَةً خَاسِئِيْنَ، فَجَعَلنَاهَا نَکَالًا لِمَابَيْنَ يَدَيْهَا وَمَاخَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِلْمُتّقِيْنَ (سورة البقرة ٦٥/٦٦).ژباړه: نو وويل مونږ دوی ته چې، شئ بيزوګان ذليلان خوار شوي؛ نو وګرځاوه مونږ دا (عقوبت او مسخه) عبرت/پند لپاره د هغو خلکو چې حاضر وو د دې عقوبت په زمانه کې، او لپاره د هغو خلکو چې وروسته له دې عقوبت څخه تر قيامته راځي او پند لپاره د پرهېزګارانو.

    تاسو د تېر اختر په مناسبت د مثالي او ډاډمن امنیت پایله ولیده او لا یې وینئ چې افغان ولسونه په څومره ډاډمنه فضاء کې یو او بل ځای ته په مېلو او منظرو د خوشحالۍ په حالت کې ګرځي؛ دا اخترونه په نورو حکومتونو کې هم راتلل، هلته خو نه د چا مال خوندي وو او نه د چا ځان، نه چا چېرته منظرې او مېلې ته زړه ښه کاوه؛ دا که اوس هم شکر اداء نه شي نو خدای مکړه چې د بني اسرائيلو په برخلیک اخته نه شو.

    بناءً د شته اسلامي نظام، ډاډمن امنیت او د سپېڅلې کلمې تر سپین توغ لاندې ژوند تېرول نعمت او غنیمت وګڼئ، د نظام مخالفین ورټئ، د نظام په مقابل کې د هر رنګه دسیسو مخه ونیسئ، ناشکري مه کوئ، ځکه داسې مثالي اسلامي نظامونه هر چا ته نه دي په برخه شوي، دا د الله رب العزت له لوري پر افغان ملت یو لوی انعام شوی دی (الحمدلله)، الله دې دا انعام له مونږ څخه نه اخلي، مونږ ایله اوس د ژوند په خوند پوه شوو.

    مخکینۍ مقالهداعشي خوارج انتهایي ناپوه او جاهلان دي!
    راتلونکي مقاله پاکستان د افغانستان له همکارۍ پرته غرقېږي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    ‏د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو لړ…

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    21 جولای 2025

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.