افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مرستيال او ځانګړي استازي طارق علي بخت، د افغانستان لپاره د برتانيا له ځانګړي استازي انډريو مککوبري سره کتلي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د ملګرو ملتونو لهخوا د دوحې وروستۍ غونډې په اړه خبري شوي.
دواړو لوریو د اقتصادي او بشري حقونو مسایلو په ګډون د بېلابېلو ننګونو د حل لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.