Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اسماعيل هنيه شهادت او د اسلامي نړۍ خاموشي
    لیکني

    د اسماعيل هنيه شهادت او د اسلامي نړۍ خاموشي

    عمران آغاعمران آغا1 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه پرون د چهار شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ ميلادي کال د جولای پر ۳۱، د سهار ۲ بجې په ايران کې شهيد کړل شو؛ نوموړي د ايران د نوې ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې مراسمو کې ګډون کړی وو.

    ايران او هم حماس د اسماعيل هنيه د شهادت د بدل اخيستلو ويلي چې ډېر ژر به د يهودو صهيونيستي نظام څخه د اسماعيل هنيه د شهادت بدله اخلي.

    دا ناکامه خاموشي به د يهودو صهيونيستي رژيم او د نړۍ کفارو ته لا جرائت ورکوي، چې کله يې هم خوښه وي په هر اسلامي هېواد کې به د مسلمانانو مشران په نښه کوي او په هيڅ يو اسلامي هېواد کې به هيڅ مشر په امن کې نه وي.

    له څو مياشتو څخه د فلسطيني مسلمانانو قتل عام شروع دی؛ اسرائيلي وحشيان نه ماشوم، نه سپين ږيری او نه هم زنانه ګوري بس له يوه مخه يې د فلسطينيانو وژلو ته کار ويلی چې نن يې په ايران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه هم په يوه بريد کې په شهادت و رساوه.

    له يوې خوا د نړۍ ټول مسلمان ملت او ځيني کفارو هم د فلسطينيانو د قتل عام د درولو غوښتنه کړې خو بل طرف د ټولې نړۍ اسلامي واکداران خاموشه دي او غرب و ځيني نورې استخباراتي کړۍ بيا د اسرائيلو مرستې ته ملا تړلې تر څو لا ډېر فلسطينيان شهيدان کړي.

    د هنيه شهادت به د حماس د آزادۍ روحيه لا پياوړې او د اسرائيلو صهيونيستي رژيم څخه به د هر جبر او ظلم بدله اخلي؛ ځکه له څو لسيزو څخه دغه ډله د يهودو مقابل جنګېږي چې په دغسي قربانيو سره لا قوي شوي.

    دلته خبره د اسلامي هېوادونو او د مسلمان ملت پر ډلو وېشلو ده چې د نړۍ کفارو په دې بخش کې ډېر کار کړی، تر ډېره له همدې وسيلې په کار اخيستلو يې د مسلمانانو منځ کې نفاق جوړ کړی او وخت په وخت ترې کار اخلي؛ خو مسلمان هېوادونه پر ځای د دې چې يو موټي او د دوی مقابل راپورته شي؛ د دې پر ځای ځيني اسلامي هېوادونه د همدې کفري نړۍ سره د دوی د پروژو عملي کولو کې مرسته کوي.

    اسماعيل هنيه لومړنی مشر نه دی چې د کفري نړۍ له خوا په شهادت رسېږي او که دغسي مسلمه امت پر ډلو وېشل شوی وو؛ نو دغه لړۍ به لا جريان ولري او يو، يو مشر او اتل به د مسلمانانو له منځه ځي خو هيڅوک به هيڅ هم نه شي کولای.

    د مسلمانانو خپل منځي اختلافات خو ډېر دي اما د نړۍوالو ډېر تمرکز پر شيعه او سني مسلمان دی چې د دوی په منځ کې نفاق ته کار کوي؛ همدغه وجه ده چې اقليت د يهودو پر اکثريت عربو او مسلمانانو برلاسه دي؛ په ټول ۱.۹ ميليارده مسلمانانو يواځې ۱۵.۷ ميليونه يهود نه شي کنټرولولای؛ ځکه دوی همېش په خپلو کې سره اخته دي.

    ځيني سني مسلمانان اوس پر شيعه مسلمانانو او ايران تورونه پوري کوي؛ د اسماعيل هنيه د شهادت پړه پر ايران اچوي خو دوی هېروي چې تر ننه کوم سني هېواد د فلسطين سره د يهودو مقابل مرسته نه ده کړې.

    بلکې ډېر عربي او عجم هېوادونو خو په پټه د اسرائيلو سره لاس هم لري؛ بل طرف همدغه ايران دی چې له کلونو څخه د حماس او فلسطين مرسته کوي، همدغه ايران دی چې د دوی پر سر يې د يهودو او غرب دښمنۍ ته ټټر نيولی.

    د عربو او د ايران مسئله پر شيعه او سني جوړه ده چې د دوی له دغه مخالفت څخه همېش کفري نړۍ ګټه پورته کړې؛ همدغه اور دوی تر افغانستانه هم را رسولی، دغه داعشيت افغانستان کې هم د همدې دښمنۍ يوه برخه ده.

    همدغه عربستان، امريکا او يهود دي چې پاکستان ته د داعش پر روزلو او د دغې پروژې پر عملي کولو روپۍ ورکوي؛ تر څو دغه د سني او شيعه په نامه جګړه لا هم سيمه کې اوږده او کفار خپلې پروژې پرې عملي کړي.

    دا چې له کلونو څخه ايران د حماس جهادي مبارزينو مرسته کوي او د يهودو سره يې دښمنۍ ته کار ويلی؛ بل طرف يهودو څو ځله دغسي کسان په ايران کې په شهادت رسولي؛ چې دا ځلي داسي ښکاري ايران به د ورته سخت عکس العمل تابيا نيسي او د يهودو مقابل به کوم سخت اقدام کوي.

    د اسماعيل هنيه په شهادت ا.ا.ا او قطر هم خواشيني څرګنده کړې او دا يې يو جنايت بللی؛ د اسماعيل هنيه شهادت بايد د مسلمه امت د يو ځای کېدو وجه وګرځي؛ تر څو نړۍ ته وښيي چې موږ مسلمانان د خپلو ورونو او اسلامي ارزښتونو دفاع په هر حالت کې کولای شو.

    فلسطينيانو او مسلمه امت يو مدبر، پوه او د اسلام يو ستر مبارز له لاسه ورکړ، رب دي يې شهادت قبول کړي؛ رب دې د نړۍ مسلمانان د يووالي او اتحاد په تحفه ونازوي تر څو په راتلونکي کې د دغسي هستيو دفاع وکولای شي.

    مخکینۍ مقالهحماس يو فکر او بنسټ دی، د دې جهادي غورځنګ هر غړی اسماعیل هنيه دی.
    راتلونکي مقاله په هېواد کې د تودوخې توده څپه؛ په سړو سیمو کې ښوونځي لس ورځې نور هم رخصت شول

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، پر ایران د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې…

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.