Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اسماعیل خان، اتمر او یونس قانوني اختلافات د انشعاب لومړي ګامونه دي
    لیکني

    د اسماعیل خان، اتمر او یونس قانوني اختلافات د انشعاب لومړي ګامونه دي

    صابر افغانصابر افغان13 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کابو یوه اوونۍ وړاندې د شر او فساد لارویانو د خیالي جبهو، د منحل د مخنیوي لپاره “د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مجمع” په نوم یوه خیالي او د جمهوریت په اډانه کې د راټولو شویو مفسدینو مشرانو هغه ډله جوړه او یوځای کړه، چې د ظلم، فساد او بربریت شواهد یې د هېواد په هر ګوټ کې موجود دي.

    دا چې د دې جوړ شوي خیالي خوځښت یوه اوونۍ نه وه پوره شوې، اختلافات یې رسنیو ته راووتل؛ اسماعیل خان د حنیف اتمر له کړنو پرده پورته کړې او وایي، چې حامد کرزي د ځینو خلکو په راوستلو ځانته سرخوږی جوړ کړ. تازه بیا یونس قانوني هم له حنیف اتمر سره مخالف کړی دی او پر هغه د بې باورۍ په اړه یې غږیز کلیپ رسنیز شوی دی.

    تاسې د حنیف اتمر پس منظر ته لاړ شئ، هغه یو فرېبکاره، دروغجن او مفسد سړی دی. اسماعیل خان په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې یوه ورځ حنیف اتمر په کابینه کې د پرځېدلي جمهوریت رئیس جمهور ته ویل: زما مشاورین زیات دي، ځکه په پوهنې وزارت کې کارونه هم یو څه ډېر دي. د وخت رئیس جمهور ترې پوښتنه کوي، چې ستا څو مشاورین دي؟ حنیف اتمر ور غبرګوي چې درې سوه مشاورین لرم. هغه یې د معاش په اړه پوښتنه کوي، حنیف اتمر یې په ځواب کې وایي، د معاش غم یې نشته هغه انګلستان ورکوي. دا په داسې حال کې چې مونږ ډېری اداراتو کې نږدې نفرو ته امتیاز نشوای ورکولای.

    اسماعیل خان د حنیف اتمر په اړه زیاتوي چې “تاسو” د داسې یو فریبکاره سړي سره څنګه کولی شئ، چې کار وکړئ!؟ که کار وهم کړئ، نتیجه به یې څه وي!؟ تورن اسماعیل خان داسې غږېدلی لکه نوموړی چې د حنیف اتمر په شتون کې له دې مجمع تېر وي، ځکه له مخاطب سره په داسې الفاظو خبرې کوي، چې ځان له مجمع وتلی حسابي.

    خو بلخوا په ۲۰۰۹م کال کې د ویکي لیکس وېب پاڼې له لورې هغه سند افشاء شو، چې پکې ویل شوي وه، کرزي د امریکا د فشارونو سره – سره بیا هم په فساد ککړ اسماعیل خان د اوبو او انرژۍ وزیر ټاکلی دی. له دې یو کال وروسته د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې د اوبو او انرژۍ وزیر اسماعیل خان په مالي فساد تورن کړ او د دې ادارې د هغه وخت مشر، ډاکټر عزیز الله لودین، په یوې ځانګړې مرکه کې چې له طلوع ټلوېزیون سره یې کړې وه، ویلي وو چې اسماعیل خان د ځمکو په غصب او د پیسو په غلا کې لاس لري. د لودین په وینا، اسماعیل خان د دغو ځمکو سند د خپلې مېرمنې په نوم ثبت کړی دی.

    نوموړي ورته څرګندونې د کابل پوهنتون استادانو سره د غونډې پر مهال هم کړې وې او په څرګند ډول یې د انرژۍ او اوبو وزیر په فساد تورن کړی و. هغه په ښکاره وویل: “ما اسماعیل خان په فساد تورن کړی دی، خو اوس وګورئ چې څوک جرئت لري چې له هغه څخه وپوښتي چې هغه غلا شوې پیسې او شتمنۍ بېرته ورکړي.”

    هغه وخت لودین د غصب شویو پیسو او شتمنیو کره شمېر نه ؤ واضح کړی، خو بیا یې د ولسي جرګې په یوه غونډه کې ویلي وه، چې تاسو له هغو وزیرانو څخه یوه ته رایه ورکړې چې د اویا میلیون ډالرو په اختلاس کې ښکېل دی.

    د طالبانو پر ضد د شر او فساد په راجوړه شوې مجمع کې ټول هغه مفسدین را یوځای شوي، چې وطن یواځې د خپل هوس، د نفس د پړسولو لپاره مخکې – مخکې کوي. داسې ښکاري چې جوړه شوې خیالي مجمع به له داسې یو حالت سره مخ شي، چې په کې د ښکېلو اتباعو له لورې به د یو او بل د محوه کولو هڅې وشي، لکه په تېرو خیالي جبهو کې چې وشوې؛ ځکه د دوی تر منځ اختلافات دومره ژورو شوي، چې د یو او بل شتون له ډلې د وتلو باعث ګڼي. دوی به ټول هغه خیانتونه را وسپړي چې مخکې او یا اوس په کې لتاړ وي او په دې سره به وکولی شي، خپل مخالف را پرځوي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بر صغیر القاعده ډلې د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تسلیت ویلی
    راتلونکي مقاله بلېنکن: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بايډن پرېکړه سمه وه

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.