په افغانستان کې د وروستي جمهوري رژیم له پرځېدو وروسته، د جمهوریت نږدې ټولو پخوانیو چارواکو، امریکا او غرب ته نږدې کسانو اشرف غني تورن کړ، چې ګواکې د جمهوریت د سقوط اصلي عامل اشرف غني و. د تورونو او له مسؤلیتونو د تېښتې دا لړۍ لا هم روانه ده، د افغانستان اړوند چې هره وړه او لویه مسئله راپورته کېږي، دوی اشرف غني ته تعنې او ننګوونکې اشارې کوي چې ګواکې د دوی حکومت اشرف غني سقوط کړ. دا ډله کسان یې یو وخت نږدې ټول د اشرف غني مامورین او په عامه اصطلاح بې وفا یاران وو.
دوی چې کله په واک کې وو، څوکۍ ورته رسېدلې وې، امریکايي ډالر یې اخیستل او دبدبه یې جوړه وه، هغه وخت به یې غني ته بېلابېل او ستر لقبونه ورکول، په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې هغه ته ډول، ډول چاپلوسۍ کولې او د هغه د رضایت لپاره به یې تور ته سپین او سپین ته تور ویل. دوی به ځانونه د اشرف غني تر ټولو نږدې خواخوږي، دوستان او د یوه ټیم غړي بلل، خو کله چې جمهوریت راوپرځېد او دې ټیم څوکۍ، واک او دبدبه له لاسه ورکړه، نو هرڅه برعکس شول.
د اشرف غني د نږدې کړۍ تر ټولو نږدې کسان، د کابیني وزیران او وکیلان نوموړی لا تر اوسه، په خیانت، درواغو، تعصب، غدارۍ او د جمهوریت په عمدي سقوط تورنوي، په داسې حال کې چې د دوی د واک او څوکۍ پرمهال دا هرڅه سم وو. غني او د تېر جمهوریت اکثریت چارواکي تر ستوني په غدارۍ، خیانتونو او د افغانانو په وینې تویولو کې تر ستوني ډوب وو، دوی د خپلې نامشروع او متزلزلې واکمنۍ د تداوم لپاره هرې معاملې ته چمتو وو او دا هر څه یې ثابت هم کړل.
له اشرف غني، شاوخوا کسانو، د کابینې د غړو او په ټوله کې له نظام څخه د ولس کرکه په اوج کې وه، د کابینې او حکومت غړي یې اکثریت قومي ټېکه داران، ستر فسادګر، مافیا، جنګ سالاران او د هغوی زامن یا د کورنیو غړي وو، خو جالبه دا ده چې نن دوی هر یو ځانونه سپینې ملایکې بولي او اشرف غني د هرې نادودې مسؤل. د پردیو او د پردیو ګټو لپاره د رامنځ ته شویو نظامونو او حکومتونو حال همدغسې وي. کله چې د ګټو، پیسو او امتیاز وخت وي، ټولو ته ځانونه تر ټولو ډېر مستحق ښکاري، خو کله چې د مسؤلیت خبره شي، بیا هر څوک میدان پرېږدي او پړه پر یو او بل اچوي.
د غني د کابینې نږدې ټول وزیران، چارواکي او د پارلمان وکیلان په سترو فسادونو، ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو کې ښکېل وو، ځمکې یې غصب کولې، خلک یې وهل، ټکول، زنداني کول او وژل. د امریکايي حضور د دوام لپاره هر یوه یې تر نورو ډېره هڅه کوله، ارزښتونه یې لیلامول او د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره هرې ناوړه معاملې او تړون ته چمتو وو، خو دوی ټولو اوس په خپلو دغه ناوړه تېرو کارنامو پښه اېښې او ځانونه ورته سپینې کوترې او له هر ډول ګناه پاک ښکاري.
سمه ده چې اشرف غني د پرځېدلي جمهوریت د سر د سړي په توګه د خپلو ډېرو تېروتنو، غداریو او خیانتونو مسؤل و، خو ولس او تاریخ له اشرف غني راتاو او په ټوله کې د جمهوریت د چارواکو غدارۍ، خیانتونه، وحشتونه، فسادونه، ظلمونه او غصبونه هېڅکله نه هېروي، د دوی ټولو تورې کارنامې په ذهنونو او تاریخ کې ثبت دي چې راتلونکي نسلونه به یې په اړه خپل قضاوتونه کوي. د اشرف غني د چارواکو یوه بله ستره نادوده دا ده چې له خپل مشر سره جفا او بې وفايي کوي او خپلې تېروتنې هم پر هغه ور اچوي، خو تاریخ او افغان ولس هر څه په خلاصو سترګو ولیدل، د هر چا په اړه به خپل رښتینونی قضاوت کوي، د هېچا غداري او خیانتونه به ونه بښي!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.