Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افشار جنایت؛ د احمدشاه مسعود او د هغه د پلویانو پر تندي د شرم تور داغ
    تورې څېرې

    د افشار جنایت؛ د احمدشاه مسعود او د هغه د پلویانو پر تندي د شرم تور داغ

    صابر افغانصابر افغان13 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ۳۲ کاله وړاندې د ویجاړوونکې کورنۍ جګړې په ترڅ کې چې د وخت د جګړه مارو رهبرانو له لوري رهبري کېدې، د کابل د افشارو سیمې خلک د خپل ژوند له تر ټولو تورو ورځو سره مخ شول.

    د ۱۳۷۱ لمرېز کال د لیندۍ په ۲۱ او ۲۲ مه نېټه، د د خاین او وطن پلورونکي احمدشاه مسعود په مشرۍ د شوری نظار ځواکونو د کابل پر افشار سیمه برید وکړ، دا سیمه هغه وخت د هزاره هېوادوالو د هستوګنې ځای و، دوی هلته داسې وحشتناک جنایتونه ترسره کړل چې د تاریخ راویان یې هم له بیانولو څخه شرمېږي.

    په دې برید کې چې نېغ په نېغه د احمدشاه مسعود په لارښوونه او مشرۍ ترسره شو، سلګونه هزاره هېوادوال په بې‌ رحمۍ سره ووژل شول، مال او شتمني یې ولوټل شول، پر ګڼ شمېر ښځو جنسي تېري وشول او دا بې‌وزله سیمه په یوه ویرونکې کنډواله بدله شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۳م کال د بشري حقونو راپور وايي چې په دې جنایت کې شاوخوا زر کسان وژل شوي وو.

    کله چې د غرب لاسپوڅی جمهوریت واک ته ورسېد او د مسعود پیروانو او هغو کسانو چې په دې جنایاتو کې یې برخه درلوده، قدرت تر لاسه کړ، ډېرې هڅې وشوې چې دا تاریخي جنایت پټ وساتل شي، سره له دې چې د قربانیانو له لوري د عدالت غوښتنې پرله پسې غوښتنې وشوې، خو عاملین او بنسټګر یې هیڅکله محاکمې ته راکش نه شول.

    د مسعود د مکتب شرارت غوښتونکو پیروانو ډېره هڅه وکړه چې د خپل رهبر له تندي څخه دغه تور دا پاک کړي او د هغه په وینو سره لاسونه د بې‌ ګناه انسانانو له وینو پاک کړي؛ خو دا نه بښونکی جنایت دومره ستر او ژور دی چې د کلونو په تېرېدو سره هم ځپل شویو او قرباني شويو هزاره وګړو د خپلو دوستانو د لاسه ورکولو غم نه‌ دی هېر کړی او نه یې هم د دې جنایت عاملینو ته بښنه کړې. دا وحشتناک جنایت د یوه تور داغ په توګه د مسعود او د هغه د پیروانو پر تندي حک شوی او د هغوی توره څېره یې نړۍ ته رسوا کړې ده.

    د جمهوریت له پرځېدو او له واک څخه د پخوانیو جګړه مارانو او د مسعود ډلې له لرې کېدو وروسته، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان هزاره وګړو په مجازي نړۍ کې ستر کمپاین پیل کړی او د افشار د جنایت عاملینو ته د سزا غوښتونکي دي.

    اوس د مقاومت جبهې پلویان او د سرپرست حکومت نور مخالفین چې هر یوه یې په کورنیو جګړو او د افشار په جنایت کې په یوه نه یوه ډول لاس درلود، له عدالت څخه د تېښتې او د خپل دې جنایت د پټولو لپاره، یاد کمپاین او هغه کسان چې د عدالت د ټینګښت لپاره هڅه کوي، په دې تورنوي چې د تاجک او هزاره قومونو ترمنځ نفاق رامنځ ته کوي او هغوی د پردیو لاسپوڅي بولي.

    په داسې حال کې چې د دې جنایت عاملین د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلاف او پاشلتیا اصلي لاملونه دي، هغوی هر ځل د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره د بېلابیلو قومونو له نومونو څخه ناوړه ګټه اخیستې او ډېر وختونه یې قومي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهلې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپوتین، ټرمپ مسکو ته وربللی
    راتلونکي مقاله د اوکراین د تروریزم ضد ریاست مشر، روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    23 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 10 اکتوبر 2025

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر: د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    10 اکتوبر 2025

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر: د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،044 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.