Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانانو آزار وهلي لنډغر او هر دښمن به لا شرمېږي.
    افغانستان

    د افغانانو آزار وهلي لنډغر او هر دښمن به لا شرمېږي.

    عمران آغاعمران آغا12 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال:عبدالله زاهد

    ترکیې د افغانستان د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نیولي او په استانبول کې یې د کډوالو یوه مرکز ته انتقال کړي دي تر څو له ترکيې څخه يې بهر کړي.

    د ترکيې هېواد درک کړې چې دغه لنډغر (د شر و فساد ډله) يواځې په افغانستان کې فتنه خپرول غواړي، د افغان ولس قاتلان دي چې لا يې هم لاسونه د بې ګناه افغانانو په وينو سره دي او غواړي بيا ځلي د بې ګناه افغانانو په سرونو سودا ته لاره جوړه کړي ځکه به يو، يو له خپل هېواده بهر کوي.

    په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکميت سره هغه پخواني د غلو، لنډغرو او جنايتکارانو مشران بهر ته وتښتېدل او له هغه ځايه يې د بغاوت نعرې شروع کړې؛ خو معلومه ده چې افغان ولس دغه لنډغر او پرديپال پېژندلي ځکه يې هيڅ په خبره باور نه کوي او نه هم د دوی په بې ځايه شعارونو تېروځي.

    د ا.ا.ا په راتګ سره په افغانستان کې تعصب ختم شوی، پر ورورولي او اتحاد ټولو قومونو د طالبانو سره آمين کړ؛ اوس که په افغانانو کې برتري وي نو هغه به د تقوا پر بناء وي نه د پښتون، هزاره، تاجک او يا هم ازبک پر بناء؛ دلته اوس ټول افغان ولس يو او بل ته تر غاړې وځي، اوس له يو او بل سره تعصب نه، بلکې يو او بل ته پوره درناوی لري.

    اوس يو افغان په ټول افغانستان کې په آزاده پښه له شماله تر جنوبه، له ختيځ څخه تر لويديځ پوري هر ولايت او هرې سيمې ته په بې غمه زړه تللای شي؛ هېڅ څوک يې ممانعت نه شي کولای ځکه يو مرکزي دولت د يوه آمر تر امر لاندي دی، تعصب پکې بېخي ختم شوی او د هرې سيمې او هر قوم خلک و نورو افغانانو ته ښه راغلاست وايي.

    اوس افغان قومونه يو له بل سره دوستۍ کوي؛ يو او بل يې وپېژندل او پوه شوي چې دغه د نفاق تخم په افغانانو کې دغه ځينو پخواني قومي دلالانو کرلی وو چې اوس د اسلامي امارت په راتګ سره يې ريښې هم وختلې.

    خو بل طرف همغه قومي دلالان او لنډغر له بهره د بغاوت نعرې را وهي او کوښښ کوي چې افغان ځوانانو کې تعصبګر پيدا او د يو څو پيسو په ذريعه يې بغاوت، لنډغري او تعصب ته وهڅوي؛ چې الحمدلله دوی اوس ناکامه شوي.

    هم افغانان او هم نړۍ اوس پوه شوې چې دغه غله او خاينان چې نن په بهر هېوادونو کې ناست دي د افغانانو استازولي نه کوي؛ نړۍوالو درک کړې چې دغه خاينان اوس په افغان ولس کې هيڅ ځای نه لري او هسي پر افغانانو او هم پر نړۍ يو بوج دی.

    کله چې ا.ا.ا پر افغانستان حاکم شو نو د نړۍ استخباراتو د افغانستان د پخواني غلو سره رابطې جوړې کړې تر څو بيا ځلي افغانستان کې وينه بهېده شروع او خپلې دسيسې عملي کړي؛ خو دوی هغه وخت مايوسه شول چې ا.ا.ا ته افغان ولس غېږه خلاصه کړه او په پوره ايماندارۍ يې ښه راغلاست ورته و وايه، په پوره شدت سره يې د ا.ا.ا ملاتړ وکړ او په يوه اتحاد سره يې تعصب ته نه و ويل.

    همداسي د ا.ا.ا هم خپل ولس ته غېږه خلاصه او د ولس خدمت، پرمختګ، د ولس هوساينې او امنيت ته يې کار و وايه چې په دې کار سره يې د افغانستان ټول داخلي او بهرني دښمنان سخت مايوسه او د دوی هره دسيسه يې ناکامه کړه.

    په ياد ولرئ!
    د شر او فساد ډلې شعار او کردار يواځې پر قومي او سيمييز تعصب ولاړ دی؛ دوی يواځې همدغه د تعصب وسلې څخه په کار اخيستنې د پردو پروژې افغانستان کې عملي کړي؛ خو کله چې تعصب ختم شي ګواکي دوی هم پر مخ ختم شول.

    بل طرف د اسلامي امارت پرمختللی سياست دی چې نن د دغو لنډغرو خبره په نړۍ کې هيڅوک نه اوري او ډېر ژر به له نورو هېوادونو څخه هم دغه د افغانانو آزار وهلي شړل کېږي.

    دا چې په افغانستان کې سرتاسري امن دی، نه هم د داعش خراسان او نه هم د شر او فساد ډلې په نامه کوم څوک فعاليت کولای شي؛ ځکه د دغو ډلو باداران چې دغه پروژې پر مخ بيايي سخت له خپلو غلامانو څخه ناراضه شوي؛ هر يو بادار به يې ځان ترې ګوښه او دغه د شر او فساد ډله به پر سپېره ميدان پرېږدي.

    افغان ولسه!
    ستاسو د بريا راز په اتحاد، ورورولي او يو موټي کېدو کې دی تر څو د بهر او داخلي هرې فتنې څخه خوندي و اوسئ!

    مخکینۍ مقالهد لغمان کاوون غږ رادیو ولې تړل شوې؟!
    راتلونکي مقاله د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې له ۵۰ سلنه اوښتې دي.

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    4 اگست 2025

    د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې کړي

    4 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي: د جمهوريت لوړپوړو چارواکو له عزيزي بانک لسګونه ميليونه ډالر باج اخيسته او له همدې امله عزيزي هغه وخت پانګونې ته زړه نه ښه کاوه

    4 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 4 اگست 2025

    د بورکینیافاسو د پوځ پر مرکز د القاعدې د پوځي څانګې برید؛ ۱۴ پوځیان ژوندي نیول شويد القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” خبر ورکړی، چې وسله‌والو یې د بورکینافاسو د پوځ پر مرکز برید کې ۱۴ پوځیان ژوندي نیولي.

    د خبر له‌مخې، دغه برید د بورکینافاسو په فادانګورما ولایت کې ترسره شوی، چې پر…

    د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي: د چین، پاکستان، افریقا او منځنۍ آسیا کرايي جنګیالي زموږ پر ضد جنګېږي

    4 اگست 2025

    ځایي سرچینې: پاکستاني پولیسو چهارسده او بنو ولسوالیو کې څلور کسان له بند‌خونو ویستلي او ترور کړي یې دي

    4 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بورکینیافاسو د پوځ پر مرکز د القاعدې د پوځي څانګې برید؛ ۱۴ پوځیان ژوندي نیول شويد القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” خبر ورکړی، چې وسله‌والو یې د بورکینافاسو د پوځ پر مرکز برید کې ۱۴ پوځیان ژوندي نیولي.

    4 اگست 2025

    د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي: د چین، پاکستان، افریقا او منځنۍ آسیا کرايي جنګیالي زموږ پر ضد جنګېږي

    4 اگست 2025

    ځایي سرچینې: پاکستاني پولیسو چهارسده او بنو ولسوالیو کې څلور کسان له بند‌خونو ویستلي او ترور کړي یې دي

    4 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،994 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،941 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.