د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي هغه صادر کړی فرمان، چې له مخې یې د افغانستان شتمني ګنګل شوې، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۱مې نېټې وروسته هم د اجرا وړ دی.
دا فرمان د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۱۱مه صادر شوی و، چې په اساس یې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ به هماغسې کنګل پاتې وي.
د يادونې وړ ده چې د امريکا له لوري د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګل کېدل د ټولو نړيوالو اصولو په خلاف اقدام دی، او د افغانانو له بار بار غوښتنو سربېره لا هم د يادې شتمنۍ غصب دوام لري.