له بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.
د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو تر منځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه، چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.
همداراز تمه کېږي، چې ټرامپ به سيمه او نړۍ کې د روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.