Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانستان انزوا؛ د جنګسالارانو له لوري د خلکو له برخلیک سره سیاسي لوبه
    تورې څېرې

    د افغانستان انزوا؛ د جنګسالارانو له لوري د خلکو له برخلیک سره سیاسي لوبه

    صابر افغانصابر افغان14 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ښایسته او نرمو خبرو تر شا خپل اصلیت پټول او د ولس له احساساتو سره لوبې کول، د جنګسالارانو اساسي نښې دي؛ هغوی چې ولسي څهره او په دوکه ورکوونکو شعارونو کې یې د فساد، ظلم او ځان‌ غوښتنې تریخ واقعیتونه پټ کړي او لا هم له همدې لارو څخه کار اخلي تر څو خپلو شخصي ګټو ته ورسیږي.

    نن‌سبا چې د غزې مظلوم ولس د ژوند تر ټولو ترخې او سختې شپې ورځې تېروي، نه یواځې اسلامي امت، بلکې کفري ملتونه هم د بې‌ پناه ماشومانو د مظلومیت او د بې‌ ګناه ښځو او نارینه‌ وو له ټول وژنو اغېزمن دي، د عطامحمد نور په څېر بدنامه څهره بیا له همدې دردوونکې فاجعې څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه اخلي او هڅه کوي خپلې ناروا غوښتنې مشروع وښيي.

    د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د تعامل د احتمال د راپورونو له خپرېدو سره، د حکومت ډیره برخه مخالفین سخت وارخطا شول او هر یو یې په یو ډول له دغه احتمالي تعامل سره خپل مخالفت څرګند کړ.

    عطامحمد نور په خپله ایکس‌ پاڼه د یوې تبصری له لارې هڅه وکړه چې د غزې له انساني فاجعې څخه ګټه واخلي، د عامو خلکو ذهنونه دوکه او د افغانستان وضعیت له غزې سره ناسم پرتله کړي، ده ملګري ملتونه د دواړو(غزې او افغانستان) په تړاو په مغرضانه توګه وغندل.

    عطامحمد نور د یونما له سیاسي دفتر څخه تر شکایت وروسته ادعا کړې چې افغانستان د طالبانو له لوري برمته شوی، خلک یې له بشري حقونو بې‌ برخې دي او دا خاوره د توندلارو ډلو په پټنځای بدله شوې. دا هغه پوچې او بې بنسټه ادعاوې دي چې د دوی نوي بادار یعني پاکستان هم څو ځله تکرار کړې.

    هغه په خپلو بې ځایه خبرو کې په پوره غرور غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره دې اړیکې نه عادي کیږي او دا یې له افغان ولس سره خیانت بللی؛ داسې خیانت چې په حقیقت کې د ولس پر ځای، د هغو بدنامو جنګسالارانو پر وړاندې لویه جفا ده چې کلونه‌ د همدې ملت په وینو تغذیه شول او نن له دې وېرې چې له سیاسي ډګر څخه به کاملاً محوه شي، د خپل زاړه او وراسته نوم د بیا ژوندي کولو لپاره هرې خواته لاس اچوي.

    پخواني جنګسالاران او د سرپرست حکومت اوسني مخالفین چې د خپلو بهرنیو بادارانو په غېږه کې پراته دي، دوی او کورنیو یې د فقر، لوږې او اقتصادي ستونزو خوند نه دی لیدلی، ځکه خو دا تمه ترې کیږي چې د خپلو ناوړو خوبونو د پوره کېدو لپاره، د افغانستان د لا زیاتې انزوا غوښتونکي وي؛ هغه انزوا چې د دې مظلوم او دردېدلي ولس لپاره پرته له زیان بل څه نه راوړي.

    د سرپرست حکومت مخالفین چې د کورنیو جګړو پر مهال او د جمهوریت په توره دوره کې یې په افغان ولس بې‌ شمېره مصیبتونه راوستل، اوس هم چې د دوی بدرنګ سیوری د خلکو له سرونو لیرې شوی، لا هم ارام نه دي ناست او واک ته د بیا رسېدو لپاره هر ډول هڅې کوي.

    له شک پرته د افغانستان سیاسي انزوا تر حکومت زیات د دې هېواد ولس زیانمنوي، په ژوند، روغتیا، تعلیم، کاري فرصتونو او د مهاجرت په برخو کې ګڼ شمېر ستونزې زېږوي.

    سیاسي انزوا د ولس پر ورځني ژوند د فشار کړۍ لا ډیره تنګوي او د ملیونونو خلکو امیدونه له منځه وړي. انزوايي سیاستونو ته هڅول، د حکومت سیاسي جوړښت نه، بلکې عملاً د افغانستان د ولس راتلونکی او هوساینه یرغمل کوي.

    دا وضعیت نه یواځې بې وزلي او بیکاري زیاتوي، بلکې د ځوانانو مهاجرت ته زمینه برابروي، اقتصادي رکود، د پراختیایي پروژو درېدنه او سیاسي فشارونه هم ورسره زیاتیږي. بالاخره بیا هم همدا ولس د دې ډول ورانکارو پرېکړو دروند بار پر اوږو وړي.

    هغه څه چې روښانه دي، عطامحمد نور او د سرپرست حکومت نور مخالفین دا ډول هڅې د ولس د خیر لپاره نه، بلکې د قدرت د تندې او سیاسي ځان‌ غوښتنې له امله کوي، د نړیوال تعامل پر وړاندې په خنډ جوړولو سره هڅه کوي چې هېواد یو ځل بیا د بې‌ ثباتۍ او ناورين په لوري بوځي؛ حال دا چې د افغانستان ولس د دوی د زړو سیاسي لوبو درنه بیه پرې کړې او نور نه غواړي چې یو ځل بیا د دغو جنګسالارانو د ناوړه موخو قرباني شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپخواني متقاعد جنرالان د سوداګري وزارت له مرستیال سره په کتنه کې؛ ا.ا د افغانانو د هوساینې لپاره ژمن او په سیمه کې یو متحد حکومت دی
    راتلونکي مقاله غزه کې د یوه بل خونړي سهار پیل؛ اسرائیلي رژیم په تازه جنایت کې څه باندې ۵۰ فلسطینیان شهیدان کړي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.