Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان انټرنشنال په اړه د عطا محمد نور دریځ؛ ایا لار به جلاء کړي!؟
    لیکني

    د افغانستان انټرنشنال په اړه د عطا محمد نور دریځ؛ ایا لار به جلاء کړي!؟

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عطا محمد نور، چې مخکې یې له افغانستان انټرنشنال ټلویزیون سره نږدې اړیکې درلودې، وخت ناوخت به یاد ټلویزیون ته ور مېلمه کېده او انټرنشنال ټلویزیون به یې د اوسني وخت د بهترینو رسنیو بدیل باله، اوس یې بیا پر دغه رسنۍ نقد کړی، چې له امله یې د ټولنیزو رسنیو د فعالانو ترمنځ پوښتنې را ولاړې کړې دي.

    که موضوع تنها اصولي نقد وي، نو نوموړي به ډېر وړاندې نقد کړی وای او په سيستماتيک ډول به د یادې رسنۍ منتقد پاتې شوی و، خو ناڅاپي بدلون یې د دې ښکارندويي کوي، چې کومه نوې معامله شتون لري.

    عطا محمد نور یو انعطاف‌ پذیره سیاستوال دی، له فرصتونو سره ځان عیاروي، نوموړی په دې پوهېږي چې افغانستان انټرنشنال د هغه سیاسي ګټو ته ضرر رسولی او د ده د سیاسي سیالانو او رقیبانو ملاتړ ته یې مخه کړې ده؛ عطا محمد نور احساس کړې، چې انټرنشنال د ده سیاسي رقیبانو ته وزن ورکوي، نور د ده اهدافو ته اهمیت نه ورکوي او نه د هغه اړخ تمثیل کوي، کوم چې عطا محمد نور یې تمه لري، مخکې دا رسنۍ د ده له موقف سره همغږې وه، مګر اوس په ياده رسنۍ کې د ده د سیالانو نفوذ عروج کړی دی او عطا محمد نور ځان د جمعیت ګوند دننه منزوي احساسوي.

    موده وړاندې افغانستان انټرنشنال ادعا وکړه، چې بهر مېشتو سیاسیونو په ترکیه کې د پاکستان له استازو سره نه دي لیدلي، ظاهراً دا خبره د ټول جمعیت ګوند په تاوان مالومېږي، مګر د مقاومت جبهې رهبري یا په ټیټه کچه افرادو یاد خبر رد نه کړ، خو علت یې څرګند دی، هغه دا چې رباني له ایران، روسیې او حتی له ځینو لویدیځو کړیو سره په ارتباط کې دی، خو عطا محمد نور بیا هڅه کوي، د ترکیې، پاکستان او نورو سیمه‌ ییزو لوبغاړو او کړیو ملاتړ ولري، خو ورځ تر بلې د خپلو سیالانو له خوا کړۍ پرې راتنګېږي، دغه لیدنه له پاکستان سره بې معنی وګڼل شوه او حتی له شتون څخه یې انکار وشو، دې کار عطا محمد نور مجبور کړ چې خپل غږ پورته کړي.

    عطا محمد نور د افغانستان په سیاست کې هغه جنجالي څېره ده، چې د خپل ګوند دننه له یو لړ رقابتونو او سیالیو سره لاس او ګرېوان دی. د مجبوریت او مايوسۍ وروستی لنډ او واضح ټویټ دا په ډاګه کوي، چې د ده رقیبان تر ده یو قدم مخکې دي او انټرنشنال ټلویزیون هم تر بېلابېلو فشارونو لاندې حرکت کوي، هلته د ده تر نظریاتو او غوښتنو د نورو نظریاتو ته زیات اهمیت ورکول کېږي.

    د جمعیت دننه د ده سیاسي رقیبان لکه د برهان‌الدین رباني زوی صلاح‌الدین رباني، چې د جمعیت د مشرۍ دعوه يې هم درلوده، که نړۍوال او کورنی ملاتړ پراخ کړي، نو عطا محمد نور به د جمعیت دننه منزوي شي. رباني د احمد مسعود، بسم‌الله محمدي او ځینو نورو سیاسیونو ملاتړ لري، خو عطا محمد نور د دې باوجود هم امید لري د شمال اصلي لوبغاړی واوسي، مګر په اوسنیو حالاتو کې په تدریج سره له هستې څخه د څنډو خواته ایستل کېږي. د دغه انزوا لومړی ټکان چې عطا محمد نور ته ورکړل شو، په انټرنشنال ټلویزیون کې د اهمیت له لاسه ورکول و.

    بل سیال یې احمد مسعود، که څه هم د مقاومت جبهې مشري کوي، خو د جمعیت ځینې پخواني غړي د ده ملاتړ کوي، نه د عطا محمد نور؛ نو نوموړی مجبور دی چې په نویو لارو غور وکړي، ټویټ یې لومړنی اقدام و، چې له دې وروسته به نور اقدامات هم وکړي، يا به له دوی څخه لار بېله کړي، یا به نوی حرکت او تنظیم پیل کړي او یا به د طالبانو خوا ته میلان وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامرالله صالح په شمال کې د داعش جوړونې په برنامه کار کوي
    راتلونکي مقاله فضلي د ویانا ناستې ګډونوالو ته: دوی د خپل پخواني عادت له مخې له هرې ممکنه لارې لنډمهالي ایتلافونه جوړوي، څو په واک کې شریکان شي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.