د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره کتلي.
د یاد وزارت پر وینا، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادو د مقاماتو تر منځ د ترسره شویو ژمنو د عملي کولو، د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي، په آذربایجان او افغانستان کې د دواړو هېوادو د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو د جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه له آذربایجاني پانګوالو او سوداګرو سره د معلوماتو شریکولو او لاجوردو د لارې د فعاله ساتلو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
په دغه کتنه کې، د دواړو هېوادو تر منځ د راکړې ورکړې حجم د زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادو ترمینځ د صادراتي توکو د لېست پر شریکولو، په اذربایجان جمهوریت کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر جوړولو او د لا زیاتې همغږۍ او ارتباط په موخه د څلور کسیز ټیم پر معرفۍ هم هوکړه شوې ده.