هرات ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت الله فیضان هغه اوازې په کلکه رد کړې، چې ګواکې د ایران او افغانستان ترمنځ پوله تړل شوې.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله خلاصه ده او د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي او له کومې ستونزې پرته روان دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو اوازو خپرول د دواړو هېوادونو د «دښمنانو» کار دی او موخه یې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابول او د خلکو تر منځ د وېرې خپرول دي.