د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محمداسحاق صاحبزاده دايران هېواد د اوسپنې پټلۍ له مرستيال مرتضی جعفری او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.
په ياده ليدنه کې د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو د کچې پر زياتوالي، سوداګرو ته د صادراتو، وارداتو او ټرانزيټ په برخه د لازمو اسانتياوو رامنځ ته کولو، د سوداګريزو اموالو د انتقال او بارولو په جذب او ظرفيت لوړولو او د دوه اړخيزه رېلي همکاريو په تړاو خبرې شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې له لارې د تېر په پرتله د سوداګريزو انتقالاتو کچه لوړه شوې ده.