
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، مولوي حمدالله زاهد ایران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت له مرستیال، مهدي پیر صالحي سره کتلي.
ایران کې د افغانستان سفارت پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې دې لیدنه کې روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو او دواړو هېودونو د روغتیایي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

