
د قطر د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې دوحه کې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مهمه غونډه کې د اوربند پر ټينګښت او د دايمي ثبات د تأمين لپاره د عملي ميکانيزمونو پر جوړېدو هوکړه وشوه.
اعلاميه زياتوي، چې دواړو لوريو منلې، چې په نږدې ورځو کې به د تعقيبي غونډو لړۍ هم پيلوي، څو د اوربند د دوام او د اغېزمن تطبيق څرنګوالی یې وڅېړي او ډاډ ترلاسه شي چې دا پرېکړه به په مؤثر ډول عملي کېږي.
قطر هېواد هيله څرګنده کړې، چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو کمېدو، ثبات او د سيمې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره يو مهم پرمختګ وګرځي.
ياده دې وي، چې وروسته له هغې چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځي رژيم ته درانه تلفات واړول نو پاکستاني لوري له قطر او سعودي عربستان سره اړيکه ونيوله تر څو د منځګړو په توګه اوربند ټينګ کړي.