Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان بانک: تېر کال د افغانيو ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ، او د افغانستان د پولي اسعارو د سياست طرحه تطبيق شوې
    افغانستان

    د افغانستان بانک: تېر کال د افغانيو ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ، او د افغانستان د پولي اسعارو د سياست طرحه تطبيق شوې

    عمران آغاعمران آغا5 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان بانک مسئولینو، نن پنجشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: د افغانستان د پولي او اسعارو سیاست طرحه او تطبیق، د هېواد اسعارو د رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول، د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول، بانکونو او غیر بانکي مالي موسسو ته د جوازونو صادرول، د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول او د هېواد مالي او بانکي سیستم مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا؛ د دغه بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

    مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د اغېزناکه پولي سیاستونو د پلي کېدو له لارې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو ترڅنګ، د انفلاسیون د کنټرول برخه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت شوي دي. همدارنګه، د افغانستان بانک د پرله پسې هڅو په پایله کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

    د مسئولینو په وینا، د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال مشتریان کولی چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ زره ډالر او په میاشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۶۰۰۰ ډالر واخلي.  

    په همدې ډول، د افغانستان بانک په تېر کال کې له مرکز او ولایتونو څخه، د ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت، زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي او د راکړې ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي. دغه راز، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافیو د میکانیزه کولو قانون، د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) لخوا توشیح شو، چې د دې قانون په رڼا کې د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د تنظیم، معیاري او میکانیزه کولو برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.

    د افغانستان بانک چارواکو د خپلو خبرو په دوام وویل: په تېر کال کې صرافیو او د پیسو خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته ۱۴۹ جوازونه صادر شوي، چې له دې سره د صادر شویو جوازونو ټولیز شمېر ۱۷۸۰ ته رسیږي. همدا راز له الکترونیکي پیسو څخه د ګټې اخیستنې ملي ستراتېژي تدوین شوې، د الکترونیکي پیسو ۵ موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په پلورنځیو، رسټورانټونو، روغتونونو او دولتي او خصوصي ادارو کې ۱۲۵۸ کارت لوستونکې دستګاوې (POS) نصب شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، په مطلوب حد کې د انفلاسیون د نرخ ساتلو پر افغانیو باور زیات کړی او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب شوی. دا حالت دا په ډاګه کوي چې مرکزي بانک د هېواد د اقتصادي بدلونونو په اداره کولو کې مهم او اړین رول لوبوي.

    د افغانستان بانک د هېواد پر بانکي سیستم د یوه ناظر بنسټ په توګه، د بانکونو د فعالیتونو او مالي سلامت څارنې، د بانکي قوانینو او مقرراتو چمتو کولو، د بانکونو مالي حالت او نقدینګۍ ارزونې، د ضعف ټکو له منځه وړلو او د بانکي سیستم د ثبات او خوندیتوب برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.

    مسئولین زیاتوي، چې په تېر کال کې ۵ تعقیبي، ۲ موخه‌ییزې او ۱۲ غیر مترقبه بررسۍ، د پیسو مینځلو او له جرایمو څخه ترلاسه شویو عواید سره د مبارزې په موخه ۲۰ بررسۍ او د سوداګریزو بانکونو په اړه ۱۲۴ ارزونې او تحلیلونه تر سره شوي دي. د دې ترڅنګ، د صرافیو او پولي خدماتو له ۳۷۷ شرکتونو څارنه شوې، د الکترونیکي پیسو د موسسو په اړه ۸ داخلي او ۶ خارجي څارنې تر سره شوي او په مرکزي بانک کې ۷۰۰ سیستمونه ثبت او څېړل شوي دي.

    د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان بانک په تیر یو کال کې د انفرادي حسابونوپرانیستلو، د لومړنیو زېرمو، د غیر فعاله حسابونو د فعالولو او د شرکتونو او انفرادي حسابونو د کلني فیس برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

    مخکینۍ مقالهد ترکيې سفير جنک اونال: ترکي سوداګر غواړي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد لارویان د وطن اصلي دښمنان او بربادونکي دي!

    مربوطه لیکنې

    قطر کې افغان سفیر او د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر په فرهنګي همکاریو خبرې کړي

    30 جولای 2025

    سمنګان کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

    30 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    30 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جولای 2025

    قطر کې افغان سفیر او د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر په فرهنګي همکاریو خبرې کړي

    ‏په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې…

    د اسرائیلو پوځ: له حزب الله سره یې تر اوربند وروسته د دې ډلې ۲۳۰ غړي وژلي

    30 جولای 2025

    د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري

    30 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر کې افغان سفیر او د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر په فرهنګي همکاریو خبرې کړي

    30 جولای 2025

    د اسرائیلو پوځ: له حزب الله سره یې تر اوربند وروسته د دې ډلې ۲۳۰ غړي وژلي

    30 جولای 2025

    د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري

    30 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،934 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.