د افغانستان بانک سبا (یک شنبه، وري ۱۷مه) د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه پلوري.
یاد بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې، دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې، د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.