د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا یکشنبه د کب د میاشتې په ۲۰ مه، د افغانیو د ثبات په موخه پنځلس (۱۵) میلیونه امریکايي ډالر د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک ادارې په خپله “اکس” پاڼه لیکلي، چې سبا یکشنبه د کب میاشتې په ۲۰ مه، پنځلس (۱۵) میلیونه امریکایي ډالره اعلانوي، یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي؛ څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دغه بانک زیاته کړې، چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري”د افغانستان بانک تېره اونۍ هم د افغانیو د ثبات په موخه د ازادې داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالره لیلام کړي و.