د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا شنبه د وري (حمل) ۴ مه نېټه، د افغانیو د ثبات په موخه پنځلس (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک ادارې په خپله “اکس” پاڼه لیکلي، چې سبا شنبه حمل په ۴ مه نېټه، پنځلس (۱۵) میلیونه امریکایي ډالره د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي؛ یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو، چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي؛ څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دغه بانک زیاته کړې، چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري”.
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم په کراتو د افغانیو د ثبات په موخه د ازادې داوطلبۍ له لارې میلونونه امریکایي ډالره لیلام کړي دي.