د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانۍ د ثبات او بانکي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په غونډه کې ویلي، چې د افغانۍ د ارزښت ساتنه د افغانستان بانک د کاري لومړيتوبونو په سر کې ځای لري او دا بانک توانېدلی چې د بېلابېلو اقداماتو په تر سره کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه ساتنه وکړي.