د افغانستان بانک وايي، د دغه بانک چارسمبالي مشر نور احمد اغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له مشر سټیفن روډریگز او مل پلاوي سره لیدلي او په جلا جلا موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، د افغانستان بانک رئیس په دې غونډه کې ویلي، ملگري ملتونه دې د کوچنیو پورونو او بېکارۍ کچې په راکمولو کې لا ډېره همکاري وکړي.: «د کوچنیو کاروبارونو تمویل او د لا زیاتو اسلامي تمویلاتو رامنځته کول د هېواد په اقتصاد کې مهم رول تر سره کوي او دا چاره کولی شي چې له خلکو سره د دندو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»
په خبرپاڼه کې د ملگرو ملتونو د پرمختیايي پروگرام مشر سټیفن روډریگز له قوله ویل شوي، چې د افغانستان اسلامي امارت تر بیا ځلې حاکمیت وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنترول، ټولیز اقتصادي پرمختگ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختگونه رامنځته شوي دي چې د ستاینې وړ دي.: «د ملگرو ملتونو پرمختیايي پروگرام په افغانستان کې د برېښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، ترڅو وکولی شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختگونه رامنځته شي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که حکومت خلکو ته کوچني پورونه ورکړي او خپل کاروبار ولري؛ نو لرې نه ده چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راکمه شي او پر حکومت د دندو پیدا کېدو بوج کم شي.